اسلام آباد 30مئی (اے پی پی) د برېښنا وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان وئېلي دي چې حكومت به د هېواد توان ضروريات پوره كولو لپاره ټول وسائل كاروي٬وزيراعظم به ډېر زر د توان څانګې په اړه د منصوب?? بندۍ اعلان وكړي٬په نيلم جهلم ټرانسمېشن لائن كښې د خرابۍ له امله شارټ فال شوې٬په ګران درآمدي ايندهن د انحصار كمولو هڅې كوو٬پخواني حكومت سره د كاركردګۍ وئېلو هېڅ نشته٬راتلونكې مياشت د برېښنا بيعې زياتولو په كوم تجويز غور نشته٬موجوده ح??ومت به پاكستاني اولس ته رېليف وركړي۔د ګل په ورځ پرېس كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل چې مونږ د آئين عملدارۍ لپاره ح??ومت كښې راغلې يو او عزم لرو ?? پاكستان څخه به ظلم٬فساد او انشار لرې كوو٬د عمران خان دهرنا په كال 2014 كښې هم كاميابه شوې نه وه او نه به نن هغه ته كاميابي ترلاسه شي٬نوې ټاكنې په كال 2023 كښې متوقع دي۔ ده ووئيل چې پخواني حكومت د پاكستان اولس د خله نه ډو??ۍ تښتلو نه علاوه هېڅ نه دي وركړی ، د هغوي نه يوازې روزګار اخستل شوې بلكې هېواد يې ګرانۍ سره مخ كړې۔ ده ووئيل چې موجوده ح??ومت ته د اولس بشپړه ملاتړ ترلاسه دې۔ ده ووئيل چې د پخواني حكومت د تېر?? څلورو كلونو د غلطو پريكړو په وجه هېواد ستونزو سره مخ دے