اسلام آباد۔1جون(اے پی پی) وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د تركيه خارجه وزير ميولود چاؤش اولو د شورؤ په ورځ په انقره كښی ملاقات وكړو۔ د وزیراعظم آفس لخوا د جاري كړې شوي بيان له مخې وزيراعظم ترك خارجه وزير سره په خپلو خبرو كښې د راروانو درې كلونو په مهال د پاكستان او تركيه دوه اړخيزه تجارتي حجم تر 5 اربه ډالرو زياتولو په اهميت زور راوړو۔ ده ووئيل ترك كمپنيو ته په پاكستان كښې بشپړه آسانۍ ??ركولې شي۔ وزیراعظم د پاكستان او تركيه دوه اړخيزه اړيكو مخ په وړاندې بوتللو او د د??اړو هېوادونو ترمينځه د مرستې موجوده اداره جاتي مېكانزم مضبوطولو كښې د ترک خارجه وزير د كردار ستائنه وكړه۔ وزیر اعظم پ?? دې مهال د كشمير مسئلې په اړه په اصولي دريځ خپلولو د ترك خارجه وزير مننه وكړه۔ هغه د پاكستان او كشميري اولس منصفانه مقصد لپاره د تركيه د ملاتړ ستائنه كولو سره د افغان معيشت استحكام مرستې لپاره د كنګل كړې شويو اثاثو بحالۍ كښې او هېواد كښې د تلپاتي امن او استحكام لپاره د ھڅو روانو ساتلو په اهميت زور راوړو۔وزيراعظم محمد شهباز شريف په بېلو سيمه اييز او نړيوالو مسئلو د د??اړو هېوادونو ترمينځه موندلې كېدونكې همغږي لا په ډاګه كړه او د نزدې همكارۍ روانې ساتلو په حاجت يۍ زور راوړو۔ داخبره د يادونې وړ ده چې وزيراعظم دا مهال د تركيه په درې ورځنۍ سركاري دور?? دې