اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي)د مواصلات او پوسټل سروسز وفاقي وزير مولانا اسعد محمود وئېلي دي د پاكستان د آزادۍ په 75 كاله پوره كېدو د ډاك محكمې لخوا د يادګاري ټكټ د اجرا په دستوره كښې ګډون زما لپاره د اعزاز خبره ده۔ پاكستان پوسټ د هېواد آزادۍ٬خپلواكۍ او پرمختګ لپاره تل مثبت كردار ترسره كړے٬نن د خپل لوظ د پخلي ورځ ده٬مونږ به خ??ل روايات برقرار ساتلو له د صارفينو خذمت ترسره ك??و۔د سروسز بهترۍ سره به اداره ګټوره جوړوو۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ د ډائمنډ جوبلي دستورو په لړ كښې د ډاك يادګاري ټكټ اجرا دستورې ته په خ??له وېنا كښې وكړې۔دا دستوره د اسلام آباد په پوسټل سټاف كالج كښې وشوه??وف??قي وزير د ډائمنډ جوبلي په موقع قام ته مباركي وركړه او وې وئېل د دې عز?? څرګندونه ك??و چې د ډاك محكمه به د هېواد په معاشي او اق??صادي پرمختګ كښې ځانګړے كردار ترسره ك??ي۔ده ووئيل د پاكستان پوسټ لخوا د ډاك يادګاري ټكټ جاري كولې شي كوم چې يو خوشبينه اق??ام دے٬په دې د ډاك محكمې او د مواصلات وزارت ته مباركي وائيم۔ده ووئيل پاكستان پوسټ د هېواد په پرمختګ كښې كردار ترسره كړے۔ دغسې دستورې ته د مواصلات وفاقي سېكرټري كېپټن(ر)خرم آغا او د پاكستان پوسټ ډائرېكټر جنرل رانا احسن اختر هم وېنا وكړه