اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي)د ماحوليات او موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټر شيري رحمان وئېلي دي په ټول هېواد كښې د باران او سېلاب تباهۍ له امله 900 كسان په حق رسېدلې دي٬د هېواد كومه داسې برخه نشته چرته چې باران او سېلاب نه وي راغلے٬افسوس دے چې سره د دې صورتحال په خېبرپښتونخوا او پنجاب كښې د سېلا?? ځپليو ?? مرستې په ځاې عمران خان جلسې كوي٬هغه سره يواځې د خپل سياست بچ كولو فكر دے۔د زيارت په ورځ په خپل يو ??يان كښې وفاقي وزيرې ووئيل د بارانونو او سېلاب په نتيجه كښې په خېبرپښتونخوا كښې 169 او په پنجاب كښې 164 كسان په حق رسېدلې دي٬عمران خان په خېبرپښتونخوا او پنجاب كښې د سېلا?? ځپليو ?? ځان او مال بچ كولو په ځاې د خپل سياست په بچ كولو كښې بوښت دے٬آيا عمران خان ته په ټول هېواد كښې سېلاب نه ښكاري ؟۔هغې ووئيل يوخوا ټول هېواد ډوبېږي٬د كروړونو په شمېر خل?? ځپلې شوي او بل خوا عمران خان خل??و ته وائي چې وروستي كال ته تيار اوسئ ٬اول به يې وئېل تر وروستي بال به لوبه كوم اوس وائي چې آخري كال به وركوم آيا دا د احتجاج او مظاهرو ??خت دے؟۔شيري رحمان ووئيل بايد د خپل سياست فكر كولو په ځاې عمران خان د سېلا?? ځپليو فكر وكړي٬احتجاج لپاره د اولس د سمندر راويستلو اعلان كونكې ته پ?? لكونو بې كوره سېلا?? ځپلي نه ښكاري ٬ټول هېواد دې ډوب شي خو هغه له يواځې خپل سياست بچ كول دي