اسلام آباد۔25ستمبر (اے پی پی) سعوي عربستان څخه سېلاب ځپليو لپاره د مرستې سامان راوړونكې يوه بله ا??وتکه د کراچۍ جناح نړيوال هوائي مېدان ته رارسېدلې ده۔ د خارجه دفتر لخوا د اتوار په ورځ د جاري شوي بيان ترمخه سعودي عربستان څخه تر دې دمه 8 الوتكې د مرستې په سامان مشتملې پاکستان ته رارسېدلې دي۔ د سعوي عربستان څخه رالېږلې شوې د مرستې دا سامان مننې سره قبول كړې شو۔