لاهور 10 اکتوبر (اے پي پي) د ريلوے او هوابازۍ وفاقي وزير خواجه سعد ر??يق وئيلې دي هېواد كښې د اړي ګړي سياس?? د ??ا په ګټه نه دے،د دې ډول سياست سره به د تباهۍ نه علاوه څه هم په لاس رانشي، كه اوس هم ټاكني وكړې شي نو هغه به هم نه مني ځكه چې هغوي د خپلي خوښي نتيجې غواړي، پي آئي اے اداره مسائلستان جو??ه شوې ٬ د دې به مقابله كول وي، د پي آئي اے خرڅولو كوم آفر نه دې راغلے ،د بې بنسټه خبرونو خپرولو څخه دې ډډه وكړې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د لاهور په هوائي ميدان پرېس کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل سياسي مداخلت نه غير پي آئي اے به دوه نه تر درېو كلونو كښې په خپلو پښو اودرولې شي،سږ كال د پي آئي اے د ريونيو هدف 165 اربه روپۍ دے او سږ كال تر اوسه پي آئي اے 50 اربه روپۍ ګټلي دي۔وفاقي وزير سعد ر??يق ووئيل پي آئي اے ته كوم آفر نه دے راغلے او نه خرڅولې شي،د بېنسټه خبرونو خپرولو څخه دې ډډه وكړې شي ، نيو يارك هوټل په چا نه دې خرڅ شوے۔ ده ووئېل د کراچۍ او اسلام آباد هوائي ميدانونه به ښه ماډل هوائي ميدانونه جو??ولې شي خو ملکيت به ئې د حکومت وي۔خواجه سعد ر??يق ووئيل د پي آئي اے ضرورت 40 الوتكي دي كه په خپلو وګړو اعتماد، سياسي استحکام او د پاليسيو تسلسل ؤ نو اداره به يوه ګټه وره اداره جو??ه شي ، ده ووئېل د ټريل سيون بزنس جهاز سيټونو ګيلي رامخې ته كېږي كوم به چې بدلولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د چا په خواهش ټاكني نه شو كولې كه د هغوي د خوښې نتيجې ترلاسه نه شي نو بيا با شور كوي، هغوي اسمبلۍ ته راشي او لاړ شي، نتيجې په مقدمه كولو او يو بل راښكلو څخه نه ترلاسه كېږي،پاکستان كښې چې كوم سياست كېږي هغه د هېواد په ګټه نه دے۔ خواجه سعد ر??يق ووئيل د منفي خبرې په ځاے بايد مثبت خبره وشي،دا وخت د جنګ كه د سيلاب ځپليو د مرستې دے،د بريدونو د خبرو څخه څه هم نه ترلاسه كېږي۔ده ووئيل مونږ له هم لانګ مارچ كول راځي خو په دې پوهه يو چې لانګ مارچ څخه زيان كېږي، خواست كوم چې ټول سټيك هولډرز د صبر څخه كار واخلي، د سيلاب له امله وګړي مري۔خواجه سعد ر??يق ووئيل علامه اقبال هوائي ميدان ايوي ايشن لپاره 20 اربه روپۍ بيلولې شي ،انټرنېشنل فلائټس لپاره د ??رغ??نو مخنيوي لپاره اوزار لګوو، سکھر او ډي آئي خان كښې نوې هوائي ميدان جو??ولې شي،د هند لپاره پي آئي اے کوم فلائټ نه لري