پېښور 10 نومبر (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن بېګم ثمينه عارف علوي وئيلي دي برېسټ كېنسر يو مرګونې رنځ دے د دې په ضد جنګ ګتلو لپاره اجتماعي هلو ځلو ته اړتيا ده ۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په ورځ په خېبر ??يډ??كل كالج (كے اېم سي) كښې د برېسټ كېنسر په ضد د شعور بېدارولو سې??ين??ر كښې د خاص مېلمنې په توګه د خبرو په مهال كړې۔ دې ووئيل په ابتدائي پړاو كښې تشخيص او درملنه چې وكړې شي نو د 90 فيصده نه زيات رنځوران ښه كېدې شي۔ دې ووئيل هر كال نزدې 90 نه تر يو لك مېرمنو كښې د برېسټ كېنسر تشخيص كېږي او 50 فيصده د رنځ په تشخيص او درملنه كښې د تاحير په سبب مري۔ دې ووئيل ګرد هېواد كښې په دې لړ كښې د شعور بېدارولو سې??ين??رز او وركشپاس په سبب سكرېننګ لپاره په روغتونون كښې د مېرمنو او انجونو شمېره زياته شوې ۔ دې ووئيل د بلوچستان لرې پرتو ??يم?? او د سوئيلي وزيرستان په وانا ??يم?? كښې د شعور بېدارولو سېشنز او وركشاپس شوي كوم چې درست سمت پلو يو مثبت ګام دے۔ بيګم ثمينه علوي په خيبر ټيچنګ هسپتال كښې د داخلو رنځورانو د تشخيص، درملنې او فالو اپ ټيسټ لپاره د “ون سټاپ كلينك” ستائنه كولو سره ووئيل دا د روغتون د ستائنې وړ قدم دے كوم څخه چې يو شمېر خلق مستفيد كېږي۔ دې ووئيل د برېسټ كېنسر په ضد جنګ ګټلو لپاره د ډاكټرز او كورنۍ مرسته ضروري ده۔ په دې موقع بيګم ثمينه علوي مېرمنو او انجونو له مشوره وركړه چې خپله د معائنې عادت خپل كړې او او د هر ډول غېر معمولي بدلون په صورت پوهه ډاكټرې سره رابطه وكړې۔ په دې موقع نورو ګډون كوٶنكو ډاكټرانو هم په دې لړ كښې تفصيلي خبرې وكړې