اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب عمر??ن خان له عدالت ته د وړاندې كېدو چېلنج وركولو سره وئيلې دي عمر??ن خان بې وسه شوے٬ د فارن فن??نګ، کر??شن او مني لانډرنګ ځواب به وركول وي۔ د شورو په و??ځ خپل بيان كښې دې ووئيل عمر??ن خان ګهړۍ په 2 كروړه اغستې او د هېنډلرز د لارې ئې په 28 كروړه خرڅه كړې٬ پېسې په مني لانډرنګ پاكستان ته راغلي او ډكليئر نه هم نه دي۔ دې ووئيل عمر??ن خان پاکستان، دبئي، مريخ يا په سپوږمۍ چې كوم ځاے غواړي مقدمه دې وكړي٬ رسيدونه خو به وركول وي۔ دې ووئيل عمر??ن خان دې دعوې نه كوي ٬ پوښتنه دا ده چې ګهړۍ په دوه كروړه اغستلې شوې او په 28 كروړه خرڅه شوې٬ پېسې پاكستان ته فرح ګوګي راوړي او ډكليئر هم نه دي۔ دې ووئيل عمر??ن خان دې اعلان نه كوي٬ عدالت ته د وړاندې كېدو نيټه دې اوښائي٬ عدالت ته د وړاندې كېدو نيټې سره دې د ګهړۍ خرڅولو رسيد هم ټويټ كړي۔ دې ووئيل عمر??ن خان ګهړۍ په 2 كروړه اغستې او په 28 كروړه ئې خرڅه كړې او ھغه ئې ډكليئر كړي نه دي ٬ په دې كښې د شاه زېب٬ جيو او مير ابراهيم څه قصور دے؟ وفاقي وزيرې ووئيل عمر??ن خان دې اووائي چې د ګهړۍ پېسې پاكستان ته چا او څنګه راوړي؟ دې ووئيل عمر??ن خان ستاسو هېنډلرز فرح ګوګي او شهزاد اکبر نيولي شوي، عمر??ن خان په نورو ناسم تورونه لګولي خو چې پخپله لاسي ونيولے شو نو وائي دا بې بنسټه تورونه دي۔ د اطلاعات وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل عمر??ن خان په ناسمه تورونو خپل سياسي مخالفين د مرګ سزا په چهكو كښې ساتلي او چې پخپله چې پرې جرم ثابت شو نو د بېس لېس ګردان ئې شروع كړو۔ دې ووئيل عمر??ن خان د توشه خانه كېس د يو نوټس هم ځواب نه دے وركړے او په يو تفتيش كښې شامل شوے هم نه دے