اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د چين د پخواني صدر چيانګ زيمن په مړينه د افسوس څرګندونې لپاره د چين سفارتخاني دوره كړې او د پاكستان حكومت او اولس لخوا ئې د چين قيادت او اولس سره غمرازي كړې٬ صدر مملکت د چين سفير نونګ رونګ سره هم غمرازي وكړه۔ د نهې په ور?? د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د دورې په مهال صدر مملکت ډاکټر عارف علوي ووئيل د چيانګ زيمن په مړينه غمژن يم٬ د پخواني صدر كورنۍ او د چين اولس او حكومت سره د يوالي څرګندونه كوم۔ په دې موقع صدر مملكت د پخواني صدر سياسي او سماجي خدماتو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووېيل چې چيانګ زيمن يو زيرك سياست مدار او لارښود ٶ٬ ھغه د پاكستان او چين ترمېنځه اولسي روابطو په مستحكم كولو كښې په زړه پوري كردار ترسره كړې دې۔ صدر مملکت د کورونا او تباه کن سېلاب په مهال د چين په مرسته هم مننه وكړه۔ د دې نه پس د پاكستان او چين په سركاري ميډيا خپل بيان كښې صدر مملکت د چين پخواني صدر په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل په تندۍ سره بدلېدونكې نړۍ كښې پائيدار امن٬ نړيوال او سيمه ايز معاشي او مالياتي اس??حكام كښې چين ته مركزي حېثيت ترلاسه دے