اسلام آباد 22 دسمبر (اے پي پي)د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ د هېواد پرمختګ٬سلامتيا او تل پاتې پرمختګ لپاره د بدعنوانۍ سنګين مضمرات رامخې ته كولو سره د او آئي سي په غړو هېوادونو زور راوړے چې هغوي خپل قانوني او انتظامي نظامونو كښې ګډ ګورننس شامل او قوي كړي۔د زيارت په ورځ د قانون او انصاف وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير 20-21 دسم??ر 2022 جده كښې راجوړي كړې د او آئي سي هېوادونو د بدعنوانۍ مخ نيوي او قانون نافذ كوونكو ادارو وړومبۍ وزارتي غونډه كښې ګډون وكړو۔د بدعنوانۍ مخ نيوي غړو هېوادونو قانون نافذ كوونكو ادارو په اړه وزيرانو٬نائب ويرانو او سينئر چارواكو هم په غونډه كښې ګډون كولو۔په غونډه كې د بدعنوانۍ مخ نيوي او د قانون نافذ كوونكو په مرسته ??كه المكرمه كنونشن منظور كړو۔په دې موقع په خپل وېنا كښې د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ د ??كه المرمه كنونش په اقدام د سعودي عرب قيادت وستائېلو۔د هېواد پرمختګ٬سلامتيا او پائيدار پرمختګ لپاره د بدعنوانۍ سنګين مضمرات رامخې ته كولو سره د قانون وفاقي وزير په غړو هېوادونو زور راوړو چې هغوي خپل قانوني او انتظامي نظامونو كښې ګډ ګورننس شامل او مضبوط كړي۔سعودي عرب د كنونشن نه وړاندې د خارجه وزيرانو كونسل چيئرمېن په حېثيت سره متحرك او په فعاله قيادت د پاكستان مننه وكره۔ده د بدعنوانۍ خاتمې لپاره د دواړو هېوادونو ترمينحه په مرسته اډانه اړيكې لا قوي كولو ته اتفاق وكړو۔وفاقي وزير د او آئي سي هېوادونو خپل ګڼ شمېر مهمو څ??نګو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه وكړل او د كنونشن نه علاوه د شريكې خوښې په چارو هم د خيالاتو څ??ګندونه وشوه