لاهور 07 جنوري (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي چې حكومت د هېواد درېي هوائي ميدانونو آپريشنز آؤټ سورس كولو پريكړه كړې ده،د نج??ارۍ په اړه ډنډوري كېږي،پي آ ئي اے خسارے كمولو په اړه هڅي كوو،مخالفين د ريلوے په اړه د دروغو ډنډوري كوي،د رواني مياشت په آخر كښې به ګرين لائن چلولې شي، ايم ايل ون په اړه چائنيز سره خبري رواني دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ور?? ريلوے هيډ كوارټرز كښې خبري كنفرنس ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل پي آ ئي اے بيا په خپلو پښو ودرولو او د هغې مالي خسارے كمولو لپاره ??څي كوو،په دې لړ كښې د پاكستان د درې هوائي ميدانونو آپريشنز آؤټ سورس كولو پريكړه شوې ده او دا پريكړه د يو خاص مودې لپاره شوې ده۔ده ووئيل پي آ ئي اے د اروپا او يوكے روټس به پرانستلې شي دې سره به د ادارې مالي معاملات هم ښه شي،پي آ ئي اے د اصلاح وړ اداره ده،د دې فنانشل ايشوز حل كولو لپاره سنجيدګۍ سره ??ار كېږي، ايمريټس سره جوائنټ وينچر لپاره د خبرو اترو سلسله روانه ده۔ وفاقي وزير ووئيل د مسافرو يسانيو لپاره د پي آ ئي اے الوتكو سيټونه بدلولو او د مسافرو لپاره د خوراك معيار ښه كړې كېږي،ملازمانو د مسافرو سره رويه هم وړاندې څخه ښه شوې ده۔د ريلوے په اړه خواجه سعد رفيق ووئيل د ادارې پرمختګ او سوكالۍ لپاره ګڼ اقدامات كېږي،ريلوے كوچز اوس په پاكستان كښې جوړېږي،اوسني سې??اب د ريلوے 500 اربه روپو انفراسټركچر ته زيان رسولې دې،د سې??اب څخه وړاندې به 47 ټرينونه چليدل دغسې اوس 36 چلېږي، ګرين لائن به د رواني مياشت په آخر كښې چلولې شي،پاتي ټرينونه به هم مرحله وار چلولې شي۔ده ووئيل د ريلوے د ورځي آمدن 15 نيم كروړه او خرڅونه ئې 19 كروړه روپۍ دي،د ريلوے په موجود ه خساره ??ابو موندلو له په درې آپشنز غور روان دې۔