لاهور 28 جنوري (اے پي پي) د مسلم لیګ( ن) چیف آرګنائزر او سینئر نائب صدري مرېم نواز وئيلي دي چې محمد نواز شریف نن هم د پا??ست??ن تر ټولو مقبول ليډر دې،هغه به ډير زر ستاسو په مينځ كښې وي، ټاكنو كښې به م??لم لیګ (ن) لوئ اکثریت سره کامیابي ترلاسه كوي،د محمد نواز شریف په م??رۍ كښې به هېواد يو ځل بيا پرمختګ كوي،مونږ به م??یشت ښه كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د خالي په ورځ هېواد ته په راستنيدو لاهور هوائي ميدان كښې جلسے ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع د مسلم لیګ (ن) لارښود مصدق ملك ، عطاتارړ،خواجه عمران نذیر،سېف الملوك کھوکھر، طلال چوهدری،کیپټن (ر) محمد صفدر،بلال یسین،محمد زبیر، عابد شیر علی،رانامبشر حسن او ثانیه عاشق پشمول د ګوند كارمندانو ګڼ شمير كښې د مرېم نواز تود هركلے وكړو۔ جلسے ته وينا كښې مرېم نواز ووئيل په تود هركلې كولو زه د مسلم لیګ (ن) غیوره کارمندانو مننه كوم ، ټولو كارمندانو ته د محمد نواز شریف د اړخه سلام وړاندې كوم ،محمد نواز شریف دنګه حوصله لري،زه د لوے څښتن نه پس د محمد نواز شریف او محمد شهباز شریف ډيره مننه كوم چا چې ما له د پا??ست??ن خذمت كولو لپاره په ګوند كښې نوي ذ??ه واري راكړې دي د دې ټولو ذ??ه وارو ترسره كولو بشپړه هڅه به كوم۔دې ووئيل نن هم محمد نواز شریف د پا??ست??ن تر ټولو لوئ ليډر دې ، د هغه په م??رۍ كښې به هېواد يو ځل بيا پرمختګ كوي۔دې ووئيل د پا??ست??نی قام سره لوظ كوم چې هېواد به د ستونزو څخه وېستلې شي، مسلم لیګ (ن) پا??ست??ن وړاندې هم ستونزو سره وېستلې ؤ او بيا به ئې هم اوباسي ،مسلم لیګ (ن) د ټاكنو څخه نه يريږي ، محمد نواز شریف احساس لري چې هېواد كښې ګراني ده او مونږ به اولس د ګرانۍ څخه وېستلو لپاره په زړه پور?? هڅي كوو۔