پېښور ۔3 فروری(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د جنورۍ په 30 مه نېټه ?? پیښور په پوليس لائنز جومات كښې د ځانمرګي بريد پېښې په نتيجه كښې د شهيد شويو كسانو كور??يو له د 20 ٬ 20 لكه روپو او ژوبل شويو له د 5 ٬ 5 لكه روپو اعلان كړے دے۔ د جمعې په ورځ ګورنر هاؤس كښې د اېپكس كمې??ۍ غونډې ته خپل خطاب كښی وزيراعظم ووئيل د معاوضې دا رقم هغه غم لرې كولې نه شي كوم سره چې ځپلې كورنۍ دا مهال مخ دي بلكې دا د وفاقي حكومت لخوا د غمج??يو كور??يو او ژوبل شويو مالي ستونزې كمولو له د روانو هڅو يو?? برخه ده۔ ده ووئيل د سول او ملټري آرډ فورسز ٬ سول سوسائټۍ او سركاري چارواكو په شمول اولس د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې سترې قربانۍ وركړې دي