اسلام آباد۔8 فروری(اے پی پی) صدر مملکت ډاکټرعارف علوی د پنجاب او خېبر پښتونخوا صوبائي اسمبليو ټاكنو حوالې سره چيف الېكشن كمشنر ته خ?? استولې دې۔ په خط كښې الېكشن كمېشن ته وئيلې شوي دي چې د الېكشن اېكټ 2017 له مخ?? د ??وبائي اسمبليو ټاكنو نېټه دې فوري اعلان كړې شي۔ صدر مملکت ووئيل د پنجاب او كے پي كے صوبائي ټاكن?? او د راروانو ټول ټاكنو په اړه د بې بنسټه پروپېګنډو ختمولو له د پنجاب او خېبر پښتونخوا صوبائي اسمبليو لپاره د ټاكنو كرڼلار جا??ي كول زيات ضروري دي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لمخې صدر مملكت چيف الېكشن كمېشنر ته په استولي خط كښې د پنجاب او خېبر پښتونخوا د صوبائي اسمبليو د تحليل كولو حواله وركولو سره ووئيل د آئین په آرټیکل 224(2) كښې د اسمبلۍ د تحليل كېدو څخه وروستو په 90 ورځو كښې د ټاكنو په كولو زور راوړلې شوې دې۔ ده زياته كړه چ?? د ??ئين پارټ VIII له مخې د ټاكنو كول د الېكشن كمېشن بنيادي او لازمي برخه ده۔ په خاص توګه آرټیکل 218 (3) ای سی پی ته دا ذمه واري سپارلې ده چې هغه د?? د ??پېځل?? او آزادانه ټاكنو كول باو??ي كړي۔ صدر د آئین آرټیکل 42 او تھرډ شېډول حواله وركولو سره په دې خبره زور راوړو چې د هېواد صدر كېدو په حېث هغه د ’’آئین د تحفظ او دفاع‘‘ سوګند پورته كړې دې۔ صدر مملكت چيف الېكشن كمشنر او د الېكشن كمېشن غړو ته د آئين د آرټیکل 214 او تھرډ شېډول لاند?? د ??وئي د پورته كړي څوګند لمخ?? د ??مه وارۍ يادګيرنه وكړه په كوم كښې چې وئيلې شوي دي چې’’ زه به خپلې ذمه وراۍ بشپړه ايماندارۍ سره او د اسلامي جمهوريه پاكستان د آئين له مخې ترسره كوم”۔ ده ووئيل د آئين او الېكشن اېكټ 2017 خلاف ورزۍ سختو نتيجو څخه بچ كېدو لپاره د?? د ??حليل شويو اسمبليو ټاكنو كرڼلار فوري اعلان كړے شي۔ صدر په دې خبره زور راوړو چې پخوانو جمهوريتونو د جنګونو په مهال هم ټاكنو كښې تاخير نه دې كړې۔ په دې لړ كښې ده د امريكا مثال وركړو كومې چ?? د ??در جېمز ميډيسن په دور كښې په كال 1812كښې برطانيه سره د جنګ باوجود ټاكنې وكړې۔ صدر مملكت ووئيل زه كلك باور لرم چې په هېواد كښې داسې كوم حالات نشته كوم چې د ټاكنو ځنډولو يا تاخير لپاره جواز وګرځولې شي۔ ده ووئيل اوسنې نړيوال تاريخ دا ثابتوي چې په آئيني توګه د ټاكلې شويو ټاكنو ځنډولو جمهوريت د اوږدې مودې زيان سره مخ كړے دے۔