اسلام آباد۔13مارچ (اے پی پی) د پاكستان لخوا سوريه او تركيه لپاره روان كړے شوے د مرستې اولنې سمندري جهاز نصر سوريه ته رسېدلے دے ۔ دواړو هېوادونو لپاره د مرستې سا??ان دا جهاز د تېرې مياشتې په 28 مه نېټه روان كړے شوے ؤ ۔ د مرستې په سا??ان كښې کمبلې، خشک راشن، دوايانې او ګرمې جامې شاملې دي۔ د نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی له مخې د جهاز استقباليې دستوره كښې ګڼ شمېر كسانو ګډون وكړو۔ په دستوره كښې د سوريه حكومت اعلی چار??اك??٬ پاكستانے سفير ائیر مارشل ریټائرډ شاهد اختر، د سکول ماشومان او نور موجود وو۔ يو زر ټنه د مرستې سا??ان سره دا اولنے سمندري جهاز خپل منزل ته رسېدلے دے ۔ دغسې يو بل جهاز پي اېن اېس معاون هم 550 ټنه د مرستې سا??ان سره د مارچ په 12 مه نېټه روان كړے شوے۔ د اېن ډي اېم اے لخوا يو سول سمندري جهاز هم د مرستې سا??ان 67 کنټېنرز وړي دي۔ دا خبره دې ياده وي د اېن ډي اېم اے دوه سول سمندري جهازونو د لارې د مرستې نور سا??ان به ه?? ډېر زر زلزله ځپليو هېوادونو ته ولېږلے شي