اسلام آباد۔17مارچ (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني سره د اېم سي سي رېسورس ډوېلپمنټ كمپنۍ صدر ذینګ ذ??ن ج??ګ په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات كړے۔ د ملاقات په مهال د دوه اړخيزه اړيكو په شمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې صادق سنجراني ووئيل د پاکستان او چین ترمينځه د ورورولۍ اړيكې له پېړيو څخه راروانې دي٬ پاكستان او چين دوه مضبوط ورونها ٬ مثالي ګاونډيان او ??ه زړه پورې ستراتيجكي همكاران دي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چین سره اړيكې زمونږ په خارجه پالېسۍ كښې زيات اهميت ??ري او ??م دا سوب دے چې ټول سياسي ګوندونه چين سره دوه اړخيزه همكاري او ??لګرتيا غواړي۔ ده وئيل چين د شي جن پنګ په مشرۍ كښې په زړه پورې پرمختګ كړے او د ده په دور كښې د پاكستان او چين اړيكې لا پراخه شوي ۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل په پاكستان كښې د چينائي كمپنيو سرمايه كارۍ ته به هركلے وايؤ۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو بزنس كميونټي به يو بل ته نزدې كول وي۔ ده ووئيل په تجارتي څانګه كښې دوه اړخيزه همكارۍ ته د ودې وركولو پراخه ګنجائش شته او ??ه اولس?? كچه تړون لا مستحكمول د روان وخت مهم ضرورت دے۔ دغسې د چين سرمايه كار په ملاقات كولو د سېنېټ چيئرمېن مننه وكړه او د سېنېټ چيئرمېن ته د سېنېټ ګولډن ج??بلي مباركي هم وركړه