اسلام آباد۔21مارچ(اے پی پی) د وفاقي تعليم او پېشه وره تربيې وفاقي وزير رانا تنوير حس??ن سره د مالديپ خپل هم منصب ??اك??ر ابراهيم حسن د نهې په ورځ ملاقات كړے۔ رانا تنوير حس??ن د ??اك??ر حسن ابراهيم هركلي كولو سره ووئيل جمهوریه مالديپ يو ورور مسلمان هېواد دے۔ رانا تنویر حس??ن ووئيل پاكستان او مالديپ يو بل سره په مشتركه عقيده ٬ كلتور ٬ تاريخ ٬ دوه اړخيزه ګټه اډانه لرونكې اړيكې لري۔ رانا تنوير حس??ن ته په بريفنګ كښې ووئيل شول مالدیپ نېشنل یونیورسټی ?? پاكستان نوموړو پوهنتونونو په كومو كښې چې لمز، نسټ، پی ایم اے اېس او ایرډ اېګریکلچرل پوهنتون شامل دے سره تړون لري۔ تېره اوونۍ د مالدیپ نېشنل پوهنتون فېكلټي غړو اېګريكلچر پوهنتون (پېنډۍ) كښې د كركيلې په څانګه كښې خپله دوه اونيزه تربيه بشپړه كړه۔ د جمهوریه مالدیپ وزیر ډاکټر ابراهیم حسن رانا تنویر حس??ن ته ووئيل په مالديپ كښې د لوستې شرح 98 فیصده ده كومه چې نړۍ كښې تر ټولو زياته ده۔ ده ووئيل د مالديب زده كوؤنكي (نزدې 30 فيصده) ?? پاكستان په ميډيكل پوهنتونونو كښې زده كړې ترلاسه كوي۔ رانا تنویر حس??ن ووئيل دواړو هېوادونو له به د فني او پېشه ورې تربيې په لړ كښې همكاري زياتول وي۔ وفاقی وزیر ??اك??ر ابراهيم حسن ته باور وركړو چې د مالديپ زده كوؤنكو لپاره به په ميډيكل او آرټس كالجونو كښې چوكۍ زياتولې شي۔