اسلام آباد۔26مارچ(اے پی پی) وز??را??ظم شهباز شريف د وېړيا اوړو ترلاسه كولو لپاره راتلونكو وګړو ته د هر ډول ممكنه آسانيو د وركولو هدايت كړې دې۔ وز??را??ظم شهباز شريف د اتوار په ورځ په ملتان كښې د وېړيا اوړو وېش مركز ناڅاپي دوره وكړه۔ وز??را??ظم وګړو څخه د اوړو په ترلاسه كولو كښې د ستونزو او د اوړو وېش په مركز د وركړې كېدونكو آسانيو په اړه پوښتنه وكړه۔ وز??را??ظم د وېړيا اوړو وېش عمل جاج واخست او په غوره انتظاماتو كول?? يۍ د انتظاميې د هڅو ستائنه وكړه۔ وز??را??ظم د اوړو وېش په مركز ك??ې خصوصي وګړو لپاره جوړ كړې شوي ډېسك پلو هم لاړو۔ خصوصي وګړو د وېړيا اوړو وركولو په لړۍ پېل كولو د وز??را??ظم مننه وكړه۔ وزیراعظم د اولس د شكايتونو فوري ازالې لپاره ځايې انتظاميې ته هدايات جاري كړل چې وېړيا اوړه ترلاسه كولو له راتلونكو وګړو ته دې ټولې ممكنه آسانۍ وركړې شي٬ په خاص توګه د مشرانو ٬ خصوصي وګړو او مېرمنو دې خي??ل وساتلې شي۔ وزیراعظم شهباز شریف ووئيل چې د روژې مياشت كښې بايد چاته تكليف ورنكړے شي۔ په دې موقعه چيف سېكتر زاهد اختر زمان، کمشنر ملتان عامر خټک او ریجنل پولیس آفیسر سهېل احمد هم موجود وو۔