اسلام آباد۔5 اپرېل(اے پی پی) د قو??ي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د قو??ي اسمبلۍ ټولو غړو ته هدايت كړے دے چې د كومو غړو پوښتنې په ايجنډا وي هغوي دې په اسمبلۍ كښې خپل شتون باوري كړي۔ د شورؤ په ورځ په قو??ي اسمبلۍ كښې چې څه وخت د پوښتنو دمه پېل شوه نو د يو شمېر غړو نامې سپيكر واخستې خو هغوي موجود نه وو۔ په دې د قو??ي اسمبلۍ غړو شېخ روحیل اصغر، آغا رفیع ??لل??، او میر منور تالپور سپیکر ته ووئيل چې كوم غړي پخپله موجود نه وي ن?? د هغه په ځايې بايد بل كوم غړي ته د ضمني پوښتنې كولو اجازه وركړې شي۔ په دې سپيكر ووئيل پوښتنه كوؤنكې غړے د خپلې پوښتنې پس منظر څخه زيات خبر وي۔ غړو غوښتنه وكړه چې سپيكر دې په دې اړه رولنګ وركړي۔ د بشري حقونو وزير مياں ر??اض حسېن پيرزاده ووې چې كوم غړي د پوښتنو دمې په مهال موجود نه وي او وروستو راشي ن?? د هغوي پوښتنه دې بيا واخستې شي۔