اسلام آباد 08 جون (اے پي پي)پاكستان وئ??لي دي چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل ?? قراردادونو له مخې د متنازعه جمو كشمير منصفانه او پرامن حل لپاره به د كشميريانو سياسي٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتلے شي۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرا بلوچ د زيارت په ورځ پرېس كنفرنس كښې وئ??لي چې 4 جون د جارحيت ښكار ماشومانو نړيواله ورځ ولمانځلې شوه۔ دې ووئيل چې دا ورځ مونږ ته د كشميري ماشومانو ناوړه حالت رامخې ته كوي كوم چې د هندي ځواكونو د پرله پسې محاصرې او وحشيانه جبر دلاسه پرله پسې ستونزو سره مخ دي۔ وياندې ووئيل چې د كشميري ماشومانو يو بشپړ نسل د ويرې٬ تشدد او د جبر په چاپېريال كښې لو??ې شوے دے٬كشميري ??تي??انان د معاشي ستونزو٬ يوازوالي او نفسياتي رنځ هم هم ښكار دي۔دې ووئيل چې د هندي ځواكونو د پېلټ٬ ګولو او د وښكې بهيونكي ګاز ګولو دلاسه لو??ې شمېر زده كوؤنكي ماشومان ژوبل شوي او په دوئي كښې زياتر د بينايۍ څخه په بشپړه يا جزوي توګه محروم شوي دي۔ دې ووئيل چې ملګرو ملتونو په هند زور راوړې چې هغه دې د ماشومانو تحفظ لپاره احتياطي تدابير وكړي چې پكښې د ماشومانو په ضد د پيل?? ګنز كارول بندول هم شامل دي۔وياندې ووئيل چې مونږ په هند زور راوړو چې هغوي په دې غوښتنه عمل وكړي۔وياندې د دې عزم پخلې كړې چې پاكستان به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل ?? قراردادونو له مخې د شخړيز كشمير منصفانه او پرامن حل لپاره د خپلو كشميري وروڼو او خوئېندو سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔