په پوځي تنصيباتو د بريد كونكو په ضد ملټري كورټس كښې د ټرائل اختيار د 1952 آرمي ايكټ ترمخه وركړې شوې٬قام د 9 مئي په پېښو كښې د ككړو ډلو قانون سره مخ كېدل ليدل غواړي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان

image

اسلام آباد 23جون(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان وئېلي دي چې په پوځي تنصيباتو د بريد كونكو په ضد ملټري كورټس كښې د ټرائل اختيار د 1952 آرمي ايكټ ترمخه وركړې شوې٬قام د 9 مئي په پېښو كښې د ككړو ډلو قانون سره مخ كېدل ليدل غواړي٬د يونان په ساحل د پېښې سره مخ شوې بېړۍ كښې 350 پاكستانيان ناست وو په هغې كښې د 193 كورنيو ډي اېن اے ټېسټ اخستلې شوې٬بشري قاچاق كښې ككړ كسانو له به هر ممكن سزا وركولې شي۔په دې حقله چې په قانون كښې كوم بدلون پكار وي هغه به كولې شي٬د عدليې د پريكړو قومت په سپېځلې او بې پرې كېدو كښې دے٬ د خپلې خوښې بېنچ جوړولو سره پرېكړې وكړې شي نو نتيجې به يۍ د مئي د 14 مې نېټې په پنجاب كښې د ټاكنو د پرېكړې په ډول رامخې ته شي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونې سره وفاقي وزير ووئيل په 10 جون د 400 كسانو ګنجائش لرونكې بېړۍ كښې 700 كسان ناست وو كومه چې د يونان ساحل سره نزدې پیښې سره مخ شوه۔٬په دې كښې 350 پاكستانيان وو٬په بېړۍ كښې ناست 104 كسان ژوندي بچ شوي په هغې كښې 12 پاكستانيان دي۔ ده ووئيل د 281 مسافرو كورنيو سره رابطه شوې۔ هغوي د خپلو كسانو پېښې سره د مخ كېدو اندښنه ښكاره كړې ده۔ تراوسه د 193 كورنيو ډي اېن اے شوې۔ ده ووئيل وزيراعظم د ګرېډ 22 افسر په مشرۍ كښې كمېټي جوړه كړې د كومې چې نن هم غونډه شوې۔ده ووئيل په غېر قانوني توګه دغه كسانو كښې 99 فيصده كسان په باقاعده توګه قانوني تګلارې سره مصر٬لېبيا او متحده عرب امارات ته تلي و د هغې ځاې چارواكو سره به هم رابطه كولې شي دغسې چې د دې خبرې پلټنې وكړی شي چې په دومره زياته شمېره كښې څنګه ويزې وركړې شوې دي۔د كورنيو چارو وزير ووئيل ستره محكمه كښې تېره ورځ د سماعت نه پس په مېډيا عجيبه الفاظ كارولې شوي دي۔ ستره محكمه په هېواد كښې د انصاف تر ټولو لويې ايوان دې٬د هغه ځاې په صورتحال اوس دا ډول تبصرې كېږي٬ 9 كسيزه بينچ كښې شامل تر ټولو سينئر جج او نامزد چيف جسټس پشمول د دوه سينئر ججانو دا رائے وه چې دا بينچ نه منو ځكه دا بينچ د قانون او آئين له مخې نه دې جوړ شوې۔د پريكټس اينډ پروسيجر بل منظورۍ نه پس د عدالتونو دا فرض دي چې د آئين او قانون له مخې پريكړه وكړي۔د قانون له مخې په درې سينئر ججانو مشتمل كمېټي به بينچ جوړوي دغسې دا 9 كسيزه بينچ كمېټۍ نه دې جوړ كړې۔ده ووئيل په آئين كښې دا نشته چې په هغه قانون امتناعي حكم جاري كړې شي په كوم چې لا كار روان وي٬ آئين د دې اختيار او اجازه نه وركوي۔د كورنيو چارو وزير ووئيل عدالتونو څخه چې انصاف نه ترلاسه كېږي نو د هېواد مسئلې به څنګه حل كېږي۔ده ووئيل چوهدري پروېز الهي په بې دردۍ سره قامي خزانه لوټ كړې٬هغه چې كله هم عدالت ته وړاندې كېږي نو رېليف ترلاسه كېږي۔د كورنيو چارو وزير ووئيل كه په ملټري كورټس كښې د عامو وګړو ټرائل نشي كېدې نو بيا دې آرمي ايكټ 1952 قانون كالعدم كړې شي۔ده ووئيل په پوځي تنصيبات بريد كونكو په ضد ملټري كورټس كښې د ټرائل اختيار د 1952 آرمي ايكټ ترمخه وركړې شوې٬قام د 9 مئي په پېښو كښې ككړې ډلې قانون سره مخ ليدل غواړي

مضمون کا ماخذ : مصر کی میراث
متعلقہ مضامین
مزید خبریں