اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په هېواد كښې د سود نه پاكې اسلامي بېنكارۍ او ماليات ته وده وركولو او د دې ډاډګيرنې لپ??ره د شريعت له مخې د مالياتي نظام نفاذ له د حكومت لخوا د پوخ عزم پخلے كړے دے۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د سنټرل ډائريکټوريټ آف نيشن?? سيونګ (سي ډي اېن اېس) لخوا د شريعت کمپلائنټ پروډکټس لانچنګ دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه، وفاقي وزير ووئيل ډائريکټوريټ د شريعت له مخې سرمايه كارۍ او بچت سكيم ډيزائن او معرفي كړے دے كوم به چې په باقاعده توګه د جولائي وړومبۍ نيټې كال 2023 څخه كولې شي۔ د خزانې وزير ووئي?? سي ډي اېن اېس د يو كال درې كلن او د پنځو كالو په شرطونو آډانه څلور كلن سرمايه كاري او د بچت مصنوعات پېل كړې دي، د دې نه علاوه د بچت اکاؤنټ سهولت پېل كړے شوے دے ، ده ووئيل دا مياشتنيزې منافعې سره يو ښه سكيم دے۔ ده ووئيل چې د خزانې د وزارت ذمه وارۍ ترلاسه كولو سره مې مركزي بانك او نېشنل بېنك ته د وفاقي شرعي عدالت د پرېكړو په ضد د خپلو درخواستونو بېرته اخستو امر ك??ې ٶ او د دې نه پس عدالت په هېواد كښې د سود نه پاك د بېنكارۍ او مالياتي نظام نافذ كولو امر ك??ې ٶ۔ بلخوا د س??ېټ بېنك ګورنر په مشرۍ كښې يوه هائي پاور سټېرنګ كمېټي جوړه كړې شوه ده ??وم?? به چې په هېواد كښې د مالياتي نظام ودې لپ??ره طريقې لټوي۔ چې پكښې به د بېنكنګ او د فنانس سېكټر او نور نوموړي سكالرز او پوهان شامل دي۔