وزيراعظم محمد شهباز شريف په ګرد هېواد كښې د اولس د سهولت په مېګا پراجېكټس د كار رفتار ګړندې كولو٬ معيار او سپېځلتيا باوري كولو امر وكړو

image
APP52-040723 ISLAMABAD: July 04 - Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif chairs a meeting regarding PSDP projects. APP/TZD

اسلام آباد 04 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پرمختيائي منصوبو معيار او سپېځلتيا باوري كولو سره ووئيل چې په ګرد هېواد كښې د اولس د سهولت په مېګا پراجېكټس د كار رفتار دې ګړندې كړې شي٬ د ځوانانو پرمختګ او د مېرمنو د خپلواكه جوړولو منصوبې دې په ترجيحي بنيادونو پېل كړې شي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې په سږني كال د پرمختيائي پروژو پحقله د لوړې كچې غونډه شوې۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اسحاق ډار، خواجه آصف، احسن اقبال، د وزيراعظم احد خان چيمه، خاص مرستيال ملک احمد خان، شيزه فاطمه خواجه او اړوند چارو ګډون كړې۔ غونډه په مالي كال 24-2023 كښې د پرمختيائي كارونو او د دې د پېشرفت په اړه خبر كړې شوه۔ غونډې ته د ځوانانو او مېرمنو ترقۍ ، زراعت، صنعت، انفراسټرکچر او په نورو څانګو كښې د پرمختيائي منصوبو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړې شو٬ د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې د ګګلت بلتسان او كشمير پشمول ګرد هېواد كښې د وزيراعظم ميرټ اسکالرشپ پېل كوٶ او د وزيرِ اعظم يوتھ پروګرام له مخې صلاحيت لرونكو ځوانانو ته لېپ ټاپ وركولو عمل به زر پېل كړې شي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل په پرمختيائي منصوبو دې چې د اولسي خېرښګړې منصوبو ته ترجيح وركړې شي٬ سږ كال دې د لرې پرتو سيمو پرمختګ ته خاص پام وكړې شي۔ ده ووئيل د ځوانانو پرمختګ او مېرمنې خپلواكه كولو منصوبې دې په ترجيحي بنيادونو پېل كړې شي۔ ده ووئيل د زراعت څانګې پرمختګ او ټيوب وېلز د سولرآئيزيشن منصوبې دې هم زر پېل كړې شي۔ وزيراعظم د ټولو منصوبو په ټاكلې موده او د لائحه عمل د تفصيلي رپورټ وړاندې كولو هم امر وكړو

مضمون کا ماخذ : آن لائن اسکریچ کارڈز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں