پاکستان كښې اقليتونو ته مذهبي آزادي ترلاسه ده ٬ د آسماني کتابونو بې حرمتي په هېڅ صورت كښې د قبلېدو وړ نه ده٬ په هند او اسرائيل كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ كېږي۔ حافظ طاهر محمود اشرفي

image

لاهور 14 جولائي (اے پي پي) د مذهبونو همغږۍ او د پاكستان علماء كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي چې پاکستان كښې اقليتونو ته مذهبي آزادي ترلاسه ده ٬ د آسماني کتابونو بې حرمتي په هېڅ صورت كښې د قبلېدو وړ نه ده٬ په هند او اسرائيل كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ كېږي، مونږ مظلوم فلسطيني وروڼو سره ولاړ يو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په لاهور پرېس كلب كښې د پرېس كنفرنس په مهال كړې۔ مولانا طاهر اشرفي ووئيل ډېر زر به وروڼو اسلامي هېوادونو څخه سرمايه كاري پاكستان ته راتلل پېل شي٬ پاکستان به د مدينه پهطرز رياست جوړولو لپاره د خلافت راشده د نظام غوندې منظم هڅې كول وي۔ مولانا طاهر اشرفي ووئيل د ګرين پاكستان وژن به هله كاميابېږي كله چې مونږ ټول اختلافات هېرولو سره يو موټې شو٬ د محرم الحرام په مهال د مسلكونو ترمېنځه همغږۍ لپاره ضوابط جوړ شوې دي۔ مولانا طاهر اشرفي ووئيل فرقه ايز فسادات ملي جرم دے۔ ده ووئيل پاکستان كښې اقليتونو ته مذهبي آزادي ترلاسه ده٬ د آسماني کتابونو بې حرمتي په هېڅ صورت كښې د قبلېدو وړ نه ده۔

مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال
متعلقہ مضامین
مزید خبریں