اسلام آباد 14جولائي (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئيلي دي چې ځوانان زمونږ سباون او قېمتي سرمايه دي٬ ځوانانو ته د فني تعليم وركولو نه غېر د پرمختګ سفر ممكن نه دے٬ وزيراعظم ځوانانو لپاره يو شمېر اقدامات كړې دي۔ د جمعې په ورځ يونيورسټي آف ټيکنالوجي كښې دستوره ته وېنا خپلې وېنا كښې ده ووئيل فني تعليم كښې د روزګار بلها موقعې دي٬ څلور لكه ځوانانو هنر زده كولو سره د پاكستان په تعمير او پرمختګ كښې كردار لوبوي۔ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن ووئيل نمل سره د بېلا بېلو ژبو د كورسز پحقله لوظنامه شوې ده۔