اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) د پا??لم??ني چارو وفاقي وزير او د وزيراعظم د پبلك افيئرز اېنډ ګريوهنسز ??نګ انچارج مرتضي جاوېد عباسي شکايات سيل ته رسنه آسانولو لپاره د وزيراعظم سوشل ميډيا پلېټ فارمز اجرا كړې٬ په يو واټس اېپ كال٬ سوشل ميډيا مېسېجز د لارې اولس وفاقي وزارتونو٬ ډويژنونو او صوبائي ادارو په ضد شكايتونه درج كولې شي۔ په دې لړ كښې د جمعې په ورځ د پا??لم??ني چارو وزارت كښې سوشل ميډيا پليټ فارمز لانچنګ دستوره شوې چې پكښې د پا??لم??ني چارو وزارت چارواكو پش??ول اړوند چارواكو ګډون كړې۔ په دې موقع وفاقي وزير ميډيا ته د بريفنګ په مهال ووئيل چې د وزيراعظم ذكر شوي ??نګ فېس بك٬ انسټا ګرام او واټس اېپ پليټ فارمز جوړ كړې دي چې نن ئې باقاعده پرانسته وشوه دا ټول پلېټ فارم 24/7 د وګړو شكايتونو درجو لپاره موجود دي٬ اولس د 8151766-0310 د واټس اېپ كال يا مېسج د لارې د وفاقي وزارتونو، دويژنونو ، کارپوريشنز او صوبائي څانګو په ضد خپل شكايتونه درج كولې شي، د دې شكايتونو پړتال كولو نه پس به اروند څانګې سره رجوع كولو سره په ټاكلے موده كښې شكايت حل كولو باوري كولې شي۔ ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په امر د ” وزيراعظم د اولسي چارو او شكايات ونګ” لا فعاله كولو لپاره دا ګامونه پورته كولې كېږي