كراچي 23 اګست(اے پی پی) لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئېلي دي چې كراچۍ د پاكستان معاشي مركز دے٬د كاروباري ورورولۍ مسئلې به په ترج??حي بنيادونو حل كولې شي٬خپله ټاكلې موده كښې هېواد لپاره چې څه هم كېدې شي هغه به كوو۔ده د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ وړوكې او د مينځنۍ درجے صنعتونو سره تعلق لرونكو كاروباري شخصياتو سره خبرو كښې وكړه۔ په دې موقع د سندھ ګورنر كامران ټيسوري هم موجود وو۔وزيراعظم ووئيل چې كراچي د بلوچستان د اولس دوهم كور دے او د ز??ه كړو زمانه كښې به مونږ رخصتۍ تېرولو لپاره كراچۍ ته راتللو٬وروستو نه ده معلومه دے ښار ته د چا نظر ولګېدو۔ دې ښار چې څومره خوشحالۍ ليدلې دومره يې غمونه هم ليدلې دي۔كراچي د بېل رنګونو او نسل او ژبې وئيونكو خلكو ګلدسته ده٬لوے څښتن به زمونږ زړونه روغ كړي او زمونږ د زړونو نه به نفرتونه وباسي او بيا به يوه نوې كراچۍ او نوې پاكستان جوړ شي او دا به هغه پاكستان وي د كوم چې علامه اقبال خوب ليدلې وو او د دې جوړولو لپاره قائداعظم محمد علي جناح هلې ځلې كړې وې۔قائداعظم محمد علي جناح د عامو خلكو لپاره پاكستان جوړ كړې و او هغه د عامو وګړو لارښود وو۔لوے څښتن ??غه ته بصيرت وركړې و٬زمونږ منطقه او ګاونډ كښې چې كوم ډول د مسلمانانو وروڼو او نورو اقليتونو حال دې٬مونږ د لوے څښتن ??ننه كوو چې څومره لويې نعمت د قائداعظم بصيرت په سبب مونږ ته ترلاسه دې او هغوي په راتلونكي حالات پوهه شوې و او هغوي عملي هلې ځلې كولو سره زمونږ لپاره يو جلا هېواد ترلاسه كړو۔وزيراعظم ووئيل چې مونږ به د هغوي تر قيامت احسان مند يو۔د دې احسان تقاضا ده چې كوم مقصد لپاره پاكستان قائم شوې دا ترلاسه كول دي او د دې له مخې ژوند تېرول دي۔مونږ له به شريك احترام او روادارۍ ته وده وركول وي۔وزيراعظم ووئيل چې اسلام مونږ د يو بل مال په ناحقه خوړولو څخه منع كوي٬د يو بل عزت او احترام او برداشت او تحمل څخه 92 فيصد مسئلې حل كېدې شي۔وزيراعظم ووئيل چې د كاروباري كسانو مسئلې به په ترج??حي بنيادونو حل كولې شي٬د سندھ ګورنر او چيف سېكرټري به په دې اړه تاسو سره په رابطه كښې وي٬ډېرې معاملې به حل شي او كېدې شي چې څه حل نه شي۔مونږ د يو بل مجبورو او حدونو څخه خبر يؤ خو هڅې به كوو چې خپله ټاكلې موده كښې په ښه ډول خپل فرض ??رسره كړؤ۔