اسلام آباد۔12ستمبر(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي چين سره د تجارت ٬ معيشت ٬ كلتور او دفاع په څانګو كښې د همكارۍ مضبوطولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي چې پاکستان چین سره ستراتيجيكي اړيكې لا مستحكمول غواړي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان لمخې د دې خيالاتو څرګندونه ده پاكستان لپاره د چين نومولي شوي س??ير چیانګ زئے دنګ سره د مل??قات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ كوم چې صدر مملكت ته د نهې په ورځ خپل سفارتي سندونه وړاندې كړل۔ صدر مملكت ته د وې??ېز??ېل?? او کولمبیا سفيرانو هم د سفارتكارۍ خپل سندونه وړاندې كړل او ده سره يۍ جلا جلا مل??قاتونه وكړل۔ پاكستان د چين نومولې شوي س??ير هركلي كولو سره ووئيل پاكستان چين سره خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي ، چين تل په سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كړې ده۔ ده ووئيل پاكستان د سي پېك لاندې د ټولو روانو منصوبو په وخت د بشپړ كولو عزم لري۔ صدر د پاكستان سماجي او اقتصادي پرمختګ سره سره د جموں وكشمير شخړې په اړه د پاكستان د اصولي دريځ په مضبوط مل??تړ د چين مننه وكړه۔ صدر مملکت ډاکټر عارف علوی سره د وې??ز??ېل?? نومولي شوي سفیر هوزے رافیل سلوا اپونټے هم مل??قات وكړه۔ صدر په دې مهال خپلو خبرو كښې ووئيل د وې??ز??ېل?? سرمایه كار په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه ګټه پورته كولې شي۔ صدر مملکت سره د كولمبيا نومولې شوي س??ير جولیو اینیبل ریانو ویلانډیا هم مل??قات وكړو۔ صدر ډاکټر عارف علوی کولمبیا سره د اقتصادي ٬ كلتوري او تجارتي اړيكو زياتولو په حاجت زور راوړو۔ صدر مملکت سفيرانو ته په تعينات كېدو مباركي وركړه او دوئي لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده هيله ولرله چې سفيران به پاكستان سره دوه اړخيزه همكاري سوا كولو له خپل كردار ترسره كړي۔