اسلام آباد۔13نومبر (اے پی پی) د سعو??ي عربستان په پلازمينه رياض كښې شوې د عرب او اسلامي هېوادونو د ګډې غېر معمولي غونډې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل څخه غوښتنه كړې ده چې هغه دې په غزه ك??ې د تباهۍ٬ د خلقو د بې كوره كېدو ٬ د بنيادي خذماتو او د ضرورت څيزونو په رسولو د بندېز په ضد د غندنې قرارداد منظور كړي اود اسرائيلي كارروائيو فوري خاتمه دې باوري كړي۔ د ګل په و??ځ د جاري شوې اعلاميې له مخې د او آئي سي د مشرانو غونډه كښې نړيوالې ادارې څخه غوښتنه و كړې شوه چې هغه دې د اسرائيل لخوا غېر قانوني محاصر ختمه كړي٬ غزه ته د بشري مرستې رسېدل دې باوري كړې شي او د استعماري قبضې په ضد دې د نړيوالو قوانينو خيال وساتلې شي۔ په 11 نومبر د سعو??ي عربستان په ښار رياض ك??ې د او آئي سي او عرب ليګ مشرانو غېر معمولي غونډه و??وه۔ په كومه كښې چې د اسرائيلي جارحيت په ختمولو زور راوړلې شو۔ په منظور كړې شوي قرارداد ??ې د دې خبرې توثيق وكړې شو چې تر هغه و??ت به اسرائيل او د منطقې ټولو هېوادونو ته سكون ترلاسه نه شي تر كومې چې فلسطيني وګړو امن او سلامتيا ترلاسه كړې نه وي او هغوي ته د هغوي غصب شوې حقونه بېرته و??كړې شوې نه وي۔ د عرب اسلامي هېوادونو سرمشريزې غونډې په قرارداد كښی د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل څخه غوښتنه وكړې شوه چې هغه دې په غزه ك??ې د تباھۍ غندنه و كړي او په فوري توګه دې د اسرائيل بربريت ختم كړي۔ په قرارداد كښی په غزه ك??ې د پوځي جارحيت ٬ د اسرائيلي جنګي جرمونو او غېر انساني عامې وژنې او د صېهوني آباد كارو ترهګرۍ غندنه وكړې شو۔