مالے (مالدیپ) 18نومبر (اے پي پي) د اطلاعات، خپرونو او پارلیمانی چارو نګراں وفاقی وزیر مرتض??ٰ سولنګی د خالي په ورځ د جمهوریه مالدیپ نوې منتخب شوي صدر محمد معیزو سره ملاقات کړې۔ ملاقات كښې د پاکستان او مالدیپ ترمينځه اړيكو ، معاشی مرستي ، پاکستان كښې د مالدیپ سفیر د تعیناتۍ پشمول د شريكي خوښې په چارو د خيالاتو خرګندونه شوي۔ نګراں وفاقی وزیر اطلاعات د وزیراعظم انوار الحق کاکړ، حکومت پاکستان او پاکستانی اولس د اړخه محمد معیزو له په صدر منتخب كيدو مبارکي وركړه او هغه لپاره ئې د نيكو هيلو خرګندونه وكړه۔ ملاقات كښې سيمه ايزي مرستي ته ودې وركولو لپاره په ګډه د ??ار كولو عزم څرګندونه وشوه۔ دواړو هېوادونو ترمينځه شريكو اړيكو لا قوي كولو ته سلا راغله۔ نګراں وفاقی وزیر اطلاعات صدر معیزو له د پاكستان دورې كولو بلنه وكرړه كومه چې هغه قبوله كړه۔په دې موقع د مالدیپ صدر نګراں وفاقی وزیر اطلاعات مرتض??ٰ سولنګی د حکومت پاکستان په نمائندګی کولو د هغه مننه كولو سره وئويل ډير زر به په پاكستان كښې مالدیپ سفیر تعینات کړې شي۔ده ووئيل پاکستان سره سفارتی اړآكي به لا مستحکم کړې شي۔ نګراں وفاقی وزیر مرتض??ٰ سولنګی ووئيل پاکستان مالدیپ سره اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري،دواړه هېوادونه د عقیدت خپلولي لري۔ده ووئيل د پاکستان او مالدیپ ترمينځه دوه اړخيزه سفارتی اړآكي به لا قوي كولې شي۔ مرتض??ٰ سولنګی ووئيل سارك غړي په حثيت سره پاکستان، مالدیپ سره ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو لا مستحکمولو ل?? لوظي دې۔ ملاقات كښې د مالدیپ خارجه وزير ، د مالدیپ اعلیٰ چارواكي او د پاکستان هائی کمشنر محمد فیاض ګیلانی او نور اعلیٰ افسران هم موجود وو۔