اسلام آباد۔29 نومبر(اے پی پی) د اطلاعات ٬ خپرونو پارليماني چارو وفاقي وزير مرتضی سولنګي وئيلي دي د پاكستان وجود د ټولو اقليتونو د حقونو ضامن دے ٬ پاكستان چې څومره مضبوط وي دومره به د ??ند دننه د مظلومو وګړو غږ قوي وي٬ نرېندر مودي كله هم د مظلوم ترڅنګ نه دے ولاړ ٬ ??ند كښې په مذهبي اقليتونو ظلم او زياتې ر??ان دے٬ د بشري حقونو تنظيمونه ??ه هند كښې اقليتونو سره ر??ان ناروا سلوك په ډاګه كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د شورؤ په ورځ ده د فرېنډز آف کشمیر انټرنېشنل او کشمیر میډیا سروس تر اهتمام لاندې په ” ??ند كښې په اقليتونو او كشميري اولس ظلم او زياتې” په سرخط تابيا شوي سيمينار ته خپل خطاب كښې وكړه۔ نګران وفاقي وزير ووئيل پاكستان تل د كشمير كاز اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ ر??ان ساتلے او دا به د مقبوضه كشمير تر آزادۍ دوام لري۔ ده ووئيل په پاكستان كښې چې كله هم اقليتونه كومې ناوړه پېښې سره مخ شوي زمونږ ټولنه بلكې سياسي ګوندونه او حكومت د مظلوم ترڅنګ اودرېدلي دي۔ د جډانواله د افسوس وړ پېښې څخه فوري وروستو وزيراعظم پخپله دغلته لاړو ، د اقلیتونو د شوي زيان ازاله يۍ وكړه٬ دا هغه فرق دے كوم چې د پاكستان او ??ند ترمينځه موجود دے۔ ده ووئيل كوم تشدد كونكے رياست زيات وخت لپاره نه پاتې كيږي٬ هغه وخت به ضرور راشي كله به چې دا د تشدد كارروايۍ ختمې شي۔ ده ووئيل پاكستان د بشري حقونو او په خاص توګه د كشمير په اړه په خپل دريځ ټينګ ولاړ دے او د كشميري اولس د بشري حقونو ٬ د خپلواكۍ حق له د هغوي د روانو هڅو سفارتی او سیاسی مرسته يۍ د تېرو 75 كلونو څخه روانه ساتلې ده۔ ده ووئيل پاكستان چې څومره مضبوط وي دومره به ??ند كښې د مظلوم اولس غږ قوي وي نو ځكه د پاكستان معاشي او سياسي استحكام په حقيقت كښې يو ضمانت دے۔ ده ووئيل د مظلوم كشميري اولس مرستې له به پاكستان له خپل كردار دوامدار ساتل وي۔ ده ووئيل زمونږ ميډيا اصل حقيقت او شمېرې نړۍ ته وړاندې كوي٬ مونږ د ??ند په شان سېنسرشپ ته اړتيا نه لرؤ۔ ده ووئيل ??ند زمونږ په يو شمېر سوشل میډیا اکاؤنټس بندېز لګولے دے په كومو كښې چې رېډيو پاكستان هم شامل دے۔ د فلسطینی اولس په اړه ده ووئيل په فلسطینی اولس د ظلم او زياتي باوجود نن هم د فلسطين د آزادۍ روح ته ماتې نه ده وركړې شوې۔ د فلسطين ملاتړ ??پاره ګردې نړۍ څخه غږ پورته شوے۔ ده ووئيل لكه څنګه چې د ??ند دننه مظلومو وګړو او په خاص توګه كشميري اولس لپاره غږ پورته كولې شي دغسې فلسطیني اولس لپاره هم غږ قوي شوے دے او دا به ضرور رنګ راوړي۔