اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي چې د هر هېواد پرمختګ لپاره بهترين انفراسټركچر كليدي حېثيت لري٬ نېشنل هائي وے اتھارټي ګرد هېواد كښې د سړكونو د جوړ??لو او نګرانۍ په ل كښې په زړه پورې كردار لوبوي٬ د هېواد په داسې برخو كښې روډ انفراسټرکچر په ترجيحي بنيادونو جوړ??لو ته اړتيا ده چرته چې بهرنۍ سرمايه كاري امكان لري۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ كښې د بېلا بېلو وزارتونو مهمو چارو په اړه غونډه وشوه۔ وزيراعظم ته په دې موقع د اېن اېچ اے په جاري پرمختيائي منصوبو تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ په غونډه كښې اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ غونډه د كوئټه سكهر هائي وے په پنجرا پل او د كوئټه ژوب سترې لارې په سوار پل د روان كار پېشرفت څخه په تفصيلي توګه خبر كړې شوه۔ غونډې ته ووئيل شول چې پنجرا پل كوم چې تېر كال په سېلاب كښې ړنګ شوې ٶ د ھغې د بيا رغونې كار به راتلونكې مياشت كښې پېل شي٬ تېر كال د سېلاب نه پس په پل تېرېدونكې ??را??يك لپاره كاز وے جوړه شوه وه چې ورسره په ??را??ېك كښې رامخې ته شوې خلل لرې كړې شوې٬ 15 ميټره لوړ او نزدې 12 ميټره پلن پل جوړ??لو لپاره د 9 مياشتو اندازه لګولې شوه ده٬ وزيراعظم په دې موقع پل جوړ??لو لپاره په موده كښې د كمي ك??لو امر وكړو۔غونډې ته ووئيل شول چې پنجرا پل جوړ??لو سره سره به 118 كلوميټر اوږد کوئټه-??ھادر روډ او 188 کلوميټر اوږد دھادر جيکب آباد روډ بيا جوړولې بحال كولې هم شي كومو سره چې به نه يوازې د وخت او اېندهن بچت وشي بلكې د ??را??ېك رش به هم كم شي۔ غونډه په “سوار پل” د بيا رغونې روان كار په اړه هم خبر كړې شوه۔ غونډې ته ووئيل شول چې د 282 ميټر اوږد بل د مرمت كار ح??مي پړاٶ كښې دې او په دې مهال د متبادل لارې د نشتوالي په سبب ??را??ېك هم نه دې بند كړې شوې۔ غونډې ته ووئيل شول چې د دې پل د بيا رغونې په كار به هم ډېر زر كار پېل شي او دې لپاره د 6 مياشتو مودې اندازه لګولې شوې ده۔ وزيراعظم اړوند چارواكو ته په روانو منصوبې په ترجيحي بنيادونو د كار ك??لو او په مجوزه منصوبو د بريفنګ تيار??لو سره د وړاندې ك??لو امر وكړو۔ په دې موقع وزيراعظم انوار الحق كاكړ ووئيل چې د هر هېواد پرمختګ لپاره بهترين انفراسټركچر كليدي حېثيت لري٬ نېشنل هائي وے اتھارټي ګرد هېواد كښې د سړكونو د جوړ??لو او نګرانۍ په لړ كښې په زړه پورې كردار لوبوي٬ د هېواد په داسې برخو كښې روډ انفراسټرکچر په ترجيحي بنيادونو جوړ??لو ته اړتيا ده چرته چې بهرنۍ سرمايه كاري امكان لري۔ ده ووئيل په بلوچستان كښې په روډ انفراسټرکچر خاص كار ك??لو ته اړتيا ده٬ ده امر وكړو چې د كراچۍ نه تر چمن د سترې لارې بيا رغونې كار دې پېل كړې شي، د كار رفتار تند??لو لپاره دې ضروري چارې وكارولې شي٬ بلوچستان سره د نورو صوبو رابطه سړكونه دې بهتر كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل چې د حكومت كار د اولس په ژوند كښې آسانۍ پېدا كول دي۔