اسلام آباد 11 اكتوبر (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي په ټول هېواد كښې دوه نيم لكه ??خه زيات جوماتونه د ماشو??ان?? تعليم لپاره كارولې شي٬علماﺀ او آئمه كرام دې په مهم سماجي موضوعات د اسلامي تعليمات په اړه خلقو ته تعليم وركړي۔د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې هغه په ټولنه او سماجي پرمختګ كښې د منبر محرات كردار په اړه په غونډه كښې د خيالاتو څرګندونه كوله۔په غونډه كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير انيق احمد٬د پنجاب او خېبرپښتونخوا د مذهبي چارو وزيران٬د څلورو واړو صوبو او آزاد كشمير مذهبي چارو محكمو سېكرټريز او د ګلګت بلتستان چيف سېكرټري ګډون وكړو۔صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ووئېل د خلقو اخلاقي تربيت او د اسلامي ټولنې جوړولو كښې د منبر او محراب مهم كردار دے٬جوماتونه ځايې آبادۍ ته د تعليم وركولو د رابطې مهمه ذريعه ده۔ده ووئيل په ټول هېواد كښې د سكولونو نه بهر 27 ملين ماشو??ان?? ته د تعليم وركولو لويې رامخې ته چیلنج دے٬ 24 ملين د سكولونو څخه ب??ر ماشو??ان?? تعليم لپاره په زرګونو سكولونو ته ضرورت دے ٬ ده ووئېل په ټول هېواد كښې د 2.5 لكه ??خه زيات جوماتونه د ??وس??ې شرح زياتولو لپاره كارولې كېدې شي٬د سهار او ماسپښين په مينځ كښې په جوماتونو كښې ماشو??ان?? ته مذهبي تعليم٬جديد هنر او تعليم وركړے كېدے شي٬ ده ووئېل جوماتونه د اسلامي اخلاقي اقدارو وده٬د خلقو تعليم او تربيت كښې مهم كردار ادا كولې شي۔په غونډه كښې ګډون كوونكو په مهم قامي او سماجي موضوعات په تعليم وركولو كښې د علماﺀ كردار په اړه تجاويز هم وركړل