ملګري ملتونه 17اکتوبر(اے پی پی)پاكستان په اسرائيل زور راوړے چې هغوي د غزه په پوله خپله غېر قانوني او غېر بشري ناكه بندي ختمه كړي او د اسرائيل بمبارۍ څخه ځپلې فلسطي?? اولس لپاره د بشري همدردۍ په بنياد تر مرستې د رسنې اجازه وركړي۔په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان نائب مستقل استازي عثمان اقبال جدون تېره ورځ د اقتصادي او مالياتي چارو په اړه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ سيكنډ كمېټۍ كښې د بحث په مهال ووئېل د فلسطي?? اولس ته تحفظ او د بشري همدردۍ په بنياد د سمدستي مرستې ضرورت دے او په لويه پېم??نه د كډې كولو مخ نيوي ضرورت دے۔په كمېټۍ كښې د فلسطين مبصر سحر ناصر ابوشاويش پشمول د نورو 34 مقررينو په غزه كښې د اسرائيل د اق??ام??ت غندنه كړی او خبردارے ئې وركړے چې د اسرائيل د بمبارۍ څخه مقبوضه فلسطين سيمه په خاص توګه د غزه خلق تباهۍ٬يرې او سختو حالاتو سره مخ دي۔پاكستاني استازي مقبوضه سيمه كښې د د اسرائيل په غېر قانوني اق??ام??ت او تشويشناك بشري صورتحال باندې د اندېښنې څرګندونه كړې۔ده ووئيل اسرائيل د غزه او خوا او شا سيمه كښې د 10 لكه څخه زياتو خلكو ته د كډې كولو حكم ورك??ے كوم چې د نړيوال قانون ښكاره خلاف ورزي او د ملګرو ملتونو اړوندو قراردادونو خلاف ورزي ده۔