اسلام آباد۔21 اکتوبر(اے پی پی) د روغتيا نګران وفاقي وزير ډاكټر نديم جان په كراچۍ ??ښې په رامخې ته شوي نوي پوليو كېس اندېښنه ښكاره كولو سره وئيلي دي چې په ټولو نمونو كښې د موندلي كېدونكې كېسونو تعلق په افغانستان كښې د پوليو وائرس كلسټر سره دے۔ ده وئيل پاكستان د پوليو نګرانۍ د نړۍ تر ټولو زيات حساس نظام لري۔ د روغتيا وزارت وياند لمخې وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د روغتيا وزارت لخوا د خالي په ورځ په كراچۍ كښې د 24 مياشتو په يو ماشوم كښې د پوليو كېس تشخيص كېدو څخه وروستو خپل بيان ??ښې وكړه۔ دا په پاكستان كښې د روان كال په مهال څلورم كېس دے۔ ده ووئيل حكومت د پوليو ختمولو له په بېړني بنيادونو ګامونه پورته كوي۔ نګران وفاقي وزير ووئيل حكومت به په نومبر ??ښې په هغه سيمو ??ښې پولیو ویکسینیشن مهم پېل كوي چرته چې دا وائرس موجود دے۔ ده په مور پلار زو?? راوړو چې هغوي دې د هر كمپائن په مهال خپلو بچو ته د پوليو قطرې وركول ??او??ي كړي۔