لاهور۔26نومبر(اے پی پی) د مذهبي چارو نګران وفاقي وزير ان??ق احمد وئيلي چې د پاك پروردګار او د هغه د رسول (ص) اطاعت زمونږ د كاميابۍ كنجي ده٬ په پاكستان كښې ټولو مذهبونو ته مذهبي آزادي ترلاسه ده ٬ پېغام پاكستان د مينې او امن خپرولو دستاوېز دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ ” قومی پېغام پاکستان امن کنفرنس” ته خطاب كښې وكړه۔ نګران وفاقي وزير ووئيل چې علماﺀ كرامو له به قامي اتحاد له ك??ر كول وي۔ ده ووئيل علماﺀ زمونږ د ټولنې لارښود دي ،علماء کرام زمونږ د انبیاء كرام وارثان دي٬ پېغام پاكستان د مينې او امن خپرولو دستاوېز دے۔ ده ووئيل صاحب علم هغه وي چې په زړه كښې د پاك پروردګار يره لري۔ ده ووئيل مونږ د حج په خرڅونو كښې د ي?? لك روپو كمې كړې۔ ده ووئيل داسې كله پاكستان كښې نه دي شوې چې راتلونكې حج د تېر حج په مقابله كښې كم مصرف وي۔ د پېغام پاکستان حوالې سره خپلو خبرو كښی ده ووئيل زمونږ قرآن يو دے ٬ قبله مو يوه ده ٬ په ختم نبوت مونږ ټول ايمان لرؤ٬ كله چې د ي??ې اونې په ژړو كښې كفر نه وي نو په څانګو كښې يۍ ك??ر څنګه كېدے شي۔ ده وئيل ريښتيا وئيل كافي نه وي بلكې دين په هر ځايې كښې ريښتنې پاتے كېدل غواړي