اسلام آباد 30 نومبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د اېچ آئي وي ايډز په ضد پاكستان كښې د قامي رسپانس بهترۍ لپاره د خپل عزم پخلي كولو سره وئيلي دي ې د اېچ آئي وي خاتمې لپاره به د ټولنې په كچه ه??ې كولو او وروستو پاتې سيمو ته د روغتيا خذمات رسول وي٬ ٬ددې رنځ څخه بچ كېدل او ددې درملنې ممكن دي۔ د اېډز نړيوالې ورځې په موقعه په خپل پېغام صدر مملكت ووئيل د دې ورځې لمانځلې مقصد د اېډز په ختمولو كښې ټولنو له خپل كردار ترسره كولې دي۔ ده وئيل د روغتيا نظام مستحكم كول ٬ نوے انفېكشن كمول ٬ په شو??هدو اډانه پالېسۍ او منصوبې جوړولو ته اړتيا ده٬ د اېچ آئي وي مخنيوي ٬ تشخيص او درملنو ته رسېدل باور كولو زمونږ بنيادي ذمه واري ده۔ ده ووئيل نننۍ ورځ مونږ ته د اېچ آئي وي ايډز په ضد پاكستان كښې د قامي رسپانس بهترۍ٬ په ډېټا اډانه جديد حل خپلول او د دې رنځ په اړه د منفي رويو او امتيازي سلوك خاتمې لپاره د عزم د پخلي يادګېرنه كوي٬ صدر مملکت ووئيل پاكستان د اېچ آېي وي څخه پاكولو په سفر كښې به مونږ له د سباٶن د يو شمېر موقعو څخه ګټه پورته كولو لپاره د ماضي په كاميابو او چېلنجز هم غور كول وي۔ ده ووئيل پاكستان به د روغتيا تر آسانيو رسنه زي??تولو له خپلې هڅې دوامدارې ساتي۔