اسلام آباد 14 مارچ (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د هېواد معيشت پرمختګ لپاره دې په پنځه كلنه معاشي روډ مي?? د ټولو سټيك هولډرز سره عملدرآمد لپاره ??شاورت وكړے شي٬حكومتي خرڅونه به كمولې شي٬ د كركيلې٬لائيو سټاك٬انفارمېشن ټېكنالوجي٬بهرنۍ سرمايه كارۍ٬ د وړو او لويو صنعتونو پرمختګ او د كار استعداد كښې اضافې لپاره دې په ترجيحي بنيادونو اقدامات وكړے شي۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له ??خې وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د هېواد معيشت پرمختګ لپاره ??ه پنځه كلنه معاشي روډ مي?? د اعلٰی كچ جائزه غونډه وشوه۔په غونډه كښې د هېواد معيشت پرمختګ لپاره د راتلونكو پنځو كلونو معاشي روډ مي?? وړاندې كړے شو۔ګرانۍ كښې كمے ٬د غربت تخفيف او د روزګار ??ر??ړه د روډ مي?? برخه ده۔وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل د معيشت په بېلو څانګو كښې د سټيك هولډرز څخه دې په پلان د عملدرآمد لپاره ??شاورت وكړے شي او د وخت ضائع كولو نه بغېر د هېواد معيشت استحكام او پرمختګ لپاره ??ه پروژو دې عملدرآمد باوري كړے شي۔وزيراعظم سپارښتنه و??ړه چې د دې پروژو په اړه د عملدرآمد شيډول دې وړاندې كړے شي۔ده ووئيل د كركيلې٬لائيو سټاك٬انفارمېشن ټېكنالوجي٬بهرنۍ سرمايه كارۍ ٬ د په وړو او لويو صنعتونو پرمختګ او د كار استعداد كښې اضافې لپاره دې په ترجيحي بنيادونو اقدامات وكړے شي۔ دغسې حكومتي خرڅونه به كمولې شي٬د غريب اولس پيسه به ضائع كېدو له نوره ??رنه كړم۔ده ووئيل راتلونكو پنځو كلونو كښې به د هېواد معيشت ته استحكام وركول او دا د پرمختګ په لاره روانول وي٬د ډيجيټلائيزېشن او جدت څخه به محصولات زياتوو۔وزيراعظم ووئيل د كركيلې په څانګه كښې هم جدت څخه د ايكړ په سر پیداوار زياتېدے شي٬په زيان چلېدونكو حكومتي ادارو به په ترجيحي بنيادونو نجكاري كولې شي۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، محمد جهانزیب، احد خان چیمه، ډاكټر مصدق ملک، وزیر مملکت شزہ فاطمه خواجه، جهانزیب خان او نورو اړوند اعلٰی چارواكو ګډون كولو۔دغسې غونډه د هېواد معيشت پرمختګ لپاره د روډ مي?? او كليدي څانګو كښې د مجوزه اقداماتو په اړه په تفصيلي توګه خبر كړې شوه۔غونډې ته د برېښنا٬كركيلې او لائيو سټاك٬برآمدي څانګې٬مينځنۍ او وړو صنعتونو٬ټيكس٬انفارمېشن ټېكنالوجۍ٬سرمايه كارۍ او نجكارۍ په اړه په اقدامات بريفنګ وركړے شو۔دغسې وزيراعظم په دې مهال د مجوزه اقدامات د ټولو سټيك هولډرز څخه د مشاروت كولو او د يو جامع پلان مرتب كولو هدايت وكړو۔