اسلام آباد18مارچ(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي پاكستان متحده عرب امارات سره تجارت٬سېلګرۍ او سرمايه كارۍ ته پام لرنې كولو سره سياسي خېرسګالي په مضبوطه اقتصادي شراكت دارۍ بدلول غواړي۔د ګل په ورځ د وز??راعظم آفس ميډيا ونګ لخو جاري شوي بيان له مخې وز??راعظم محمد شهباز شريف سره د متحده عرب امارات سفير حماد عبيد ابراهيم سالم الزابي ملاقات وكړو ۔د متحده عرب امارات سفير وز??راعظم ته په بيا ټاكلے كېدو مباركي وركړه او د ده لپاره ئې د متحده عرب امارات صدر شېخ محمد بن زيد النهيان لخوا د نيكو خواهشاتو پیغام راورسولو او هيله ئې څرګنده كړه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه به د ورورورلۍ اړيكې راتلونكو كلونو كښې لا قوي شي۔وزيراعظم په پېغامونو د متحده عرب امارات مشرتابه مننه وكړه او صدر شېخ محمد بن زيد النهيان٬نائب صدر شېخ محمد بن راشد المکتوم او نائب وزیراعظم شیخ منصور بن زید النهیان لپاره ئې د نيكې هيلې ولرلې۔د پاكستان او يو اے اي د تاريخي اړيكو يادولو سره وز??راعظم ووئيل پاكستان متحده عرب امارات سره خپلې د ورورولۍ اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔وزيراعظم ووئيل دواړو هېوادونو تل د يو بل مرسته كړې او دواړه هېوادونه اړيكو ته لا ودې وركولو لپاره بشپړ خواهش لري۔وزيراعظم ووئيل پاكستان متحده عرب امارات سره تجارت٬سېلګري او سرمايه كارۍ ته پام لرنې كولو سره سياسي خېرسګالي په مضبوطه اقتصادي شراكت دارۍ بدلول غواړي۔دغسې د متحده عرب امارات سفير د خپل هېواد مشرتابه لخوا د پاكستان سره د تړون توثيق وكړو او وئېل ئې چې متحده عرب امارات لا قوي اړيكو لپاره د وز??راعظم محمد شهباز شريف حكومت سره په ګډه د كار كولو په انتظار دے۔دغسې سفير د شيخ محمد بن زيد النهيان لخوا وز??راعظم ته زر تر زره د يو اے اي دو??ې بلنه وركړه۔د دو??ې بلنه قبلولو سره وز??راعظم د يو اے اي صدر ته هم زر تر زره د پاكستان دورې كولو د بلنې پخلے وكړو