اسلام آباد۔2 اپرېل(اے پي پي) نړيوالې ادارې مسلم کونسل آف اېلډرز د خپل تاسيس 10مې سالګرې په موقع تېره ورځ په سرينا هوټل اسلام آباد كښې د بېن المذاهب افطار دس??ور?? وكړه۔ په دې موقع د ټولو مذهبونو استازو روادارۍ ٬ يو بل سره په سوله ايز ډول پاتې كېدو او بشري ورورولۍ ته وده وركولو لپاره د مسلم كونسل آف اېلډز د هڅو ستائنه وكړه۔ دوئي كونسل ته د 10 مې سالګرې په لمانځلو مباركي هم وركړه۔ په دس??ور?? كښې نوي ټاكلي شوي سېنېټر ناصر محمود بټ ٬ د اسلامي نظرياتي كونسل چ??ئر??ېن پروفېسر ډاكټر قبله اياز ٬ د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ پخواني غړي سردار رنجيت سنګ ٬ د ايوان صدر پخواني امام او خطيب ډاكټر اكرام الحق الازهري ٬ د علام?? اقبا?? اوپن پوهنتون د فېكلټي آف اسلامك اېنډ عربك سټډيز چ??ئر??ېن ډاكټر محي الدين هاشمي ٬ د سائبان پاكستان كوآرډينېټر كرسټوفر شرف ٬ د بېلو مذهبونو استازو او يو شمېر سماجي شخصيات ګډون كولو