کراچۍ ۔24اپریل (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د شورؤ په ورځ د قائد اعظم محمد علي جناح مزار ته لاړو او فاتحه خواني ئۍ وكړه۔ په دې موقع د سندھ ګورنر كامران تېسوري ٬ وزير اعلی سيد مراد علي شاه او وفاقي وزيران هم وزيراعظم ??ره وو۔ وزيراعظم په مزار د ګلونو څادر وغوړولو او د مېلمنو په كتاب كښې ئۍ خپل تاثرات قلمبند كړل۔ د وزارت عظمیٰ منصب سن??ال??لو څخه وروستو دا د وزيراعظم د كراچۍ اولنۍ دوره ده۔ په دې موق?? وزيراعظم شهباز شريف په بيلو څانګو كښې ?? غوره كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكو ځوانانو څخه په مزار قائد د پاكستان د خذمت كولو او د هېواد په پرمختګ كښې د خپلې برخې د كردار تر??ره كولو څوګند واغست۔ ځوانانو او انجونو لوظ وكړو چې هغوي به په صحيح معنو خپل هېواد د قائد پاكستان جوړوي۔ وزیراعظم ووئيل د پاكستان په جوړولو كښې د ځوانانو كردار مهم پاتې شوے٬ دوي په تحريك پاكستان كښې د ا??لني صف كردار لوبولے۔ دې څخه وړاندې كراچۍ ته په رسېدو وزيراعظم ته د سندھ ګورنر كامران خان ټېسوري او وزيراعلی سيد مراد علي شاه هركلے اووې۔