اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د چين دورې په مهال د نتيجې وړ بزنس ټو بزنس ملاقا??ون?? په اړه د كوټلې پلان ترتیب كولو او چين انډسټری له په پاكستان كښې د صنع??ون?? لګولو ترغیب په اړه د تګلاري جوړولو سپارښتنه كولو سره وئيلي چې حكومت به د چین صنعت كارو او سرمایه كارو له هر ممكن آسانۍ وركوي۔د جمعې په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه د جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څركندونه ده په خپله مشرۍ كښې د وزیراعظم د چين دورې تيارو په اړه سهار 7 بجې د جاج اخستلو غونډ?? كښې وكړه۔ په غونډ?? كښې نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ، د تجارت وفاقی وزیر جام كمال خان ،د اقتصادی چارو وفاقی وزیر احد خان چی??ه ، د صنعت او پیداوار وفاقی وزیر رانا تنویر حسین ، د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیر عطاء تارړ ،د د پټرولیم وفاقی وزیر مصدق ملك ،د نجكارۍ وفاقی وزیر عبد العلیم خان ، وزیر مملكت شزا فاط??ه ، د وزیراعظم معاون خصوصی طارق فاطمی ، د وزیراعظم كوآرډینیټر رانا احسان افضل ، د پلاننګ كمېشن ډپټی چیئرمېن جهانزیب خان او اعلیٰ سركاری افسرانو ګډون وكړو،د منصوبه بندۍ وفاقی وزیر احسن اقبال او چین كښې تعینات د پاكستا?? سفیر په غونډ?? كښې د وډیو لنك د لارې ګډون وكړو۔په غونډ?? كښې وزیراعظم سپارښتنه وكړه چې د دورې په مهال دې د دواړو هېوادونو ترمينځه د نتيجې وړ بزنس ټو بزنس ملاقا??ون?? په اړه كوټلې پلان ترتیب كړې شي، د چین انډسټری له دې په پاكستان كښې د صنع??ون?? لګولو ترغيب وركولو په اړه تګلاره جوړه كړې شي۔ وزیراعظم ووئيل حكومت به د چین صنعت كارو او سرمایه كارو له ټولې ممكنه آسانۍ وركوي۔ وزیراعظم په چین كښې تعینات د پاكستا?? سفیر ته د پاكستانی كاروباری پلاوي په چين كښې د هر ممكنه آسانيو وركولو سپارښتنه وكړه۔په غونډ?? كښې د وزیراعظم د چين دورې په اړه د تيارو په حقله تفصیلی بریفنګ وركړے شو۔ وزیراعظم ته ووئيل شول چې د پاكستان څخه به د صنعت كارو ،سرمایه كارو او كاروباری كسانو يو پلاوې هم د وزیراعظم سره د چین شینزن ښار ته ځي۔دغه پلاوې به د چین كاروباری ورورولۍ سره ملاقا??ون?? كوي او د پاك چین په بزنس ټو بزنس اړيكو به خبرې اترې كوي