لاهور 01 جون (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقی وزیر سینیټر اعظم نذیر تارړ وئيلي دي چې پاكستان كښې اقلیتونو ته بشپړه ??زادي ترلاسه ده ، اسلام مونږ ته د اقلیتونو د حقونو درس راكوي،خواهش لرو چې اعلیٰ عدلیه كښې هم د مینارټیز څخه ججا راشي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ ځائې هوټل كښې د جسټس اے آر كارنیلئس كنفرنس ته وينا كښې وكړه۔ د كنفرنس اهتمام برائټ فیوچر سوسائټی او امپلی مینټېشن مینارټی رائټس فورم پاكستان كړې ؤ۔په كنفرنس كښې د سپریم كورټ سینئر پیونی جج سید منصور علی شاه،جسټس فیډرل شریعت كورټ آف پاكستان جسټس ډاكټر سید محمد انور، لاهور هائی كورټ جسټس علی باقر نجفی، جسټس( ر) تصدق حس??ن جیلانی،صدر لاهور هائی كورټ بارمنیرحسین بھټی، چوهدری عمران مسعود، ډاكټر شعیب سډل،سموئیل پیارا پشمول وكيلان، بیوروكریټس او د مینارټی كمیونټی كسان ګڼ شمير كښې موجود وو۔ وفاقی وزیر سینیټر اعظم نذیر تارړ ووئيل پاكستان د مذهبی روادارۍ په اړه ??اسې نه وو كوم چې د افغان جنګ نه بس مونږ ته ترلاسه شوې،كومه چې د تكلیف وړ خبره د??۔د?? د ??رآ?? او احادیث حواله وركولو سره ووئيل زمونږ مذهب د اقلیتونو د حقونو بشپړه ??رس وركوي،قائد اعظم محمد علی جناح هم دا وژن لرلو چې پاكستان كښې د ورور??لۍ ټولنه وده ومومي چرته چې ټولو ډلو څخه تعلق لرونكې د يو بيرغ لاندي يو موټې كيدو سره د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره خپل كردار ترسره كړي۔