لاہور۔19جون (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د قربانۍ جذبه يو داسې عمل دے چې مقصد يۍ خپل نفساني خواهشات اعلی مقاصدو لپاره قربانول دي۔ د لويې اختر په موقعه خپل پېغام كښې ده ووئيل د لويې اختر او د عظيم اسلامي عبادت حج په موقعه ټول پاكستاني اولس او اسلامي نړۍ ته مباركي وركولو سره د پاك پروردګار په ??ربار كښې لاس پورته كوم چې هغهې د پاكستان قومي او امت مسلمه عبادات او قربانۍ قبولې كړي۔ په ??پل پېغام كښې ده ووئيل په ننۍ ورځ مونږ د حضرت ابراهيم او حضرت اسماعيل ??لې??ما السلام د قربانۍ او اطاعت جذبې ته د عقيدت پې??زو??نې وړاندې كوؤ۔ ده ووئيل حضرت ابراهیم (ع) او حضرت اسماعیل (ع) د پروردګار رضا ترلاسه كولو له خپل ځانونه وړاندې كړل ٬ پاك پروردګار ته دا عمل دومره خوښ شو چې هغه تر قيامت ورځې دا د نبي ??لې?? السلام امت لپاره د عبادت په ??ېث لازمي وګرځولو۔ ده ووئيل د لويې په ??ې مباركه موقعه به مونږ د خپلو ورونړو خوېندو خيال ساتل وي كوم چې قرباني نه شي كولې هغوي به ځان سره په ??وشحالو كښې شريكول وي۔ ده ووئيل نن به مونږ له د فلسطين او د هند د غيرقانوني قبضه شوي جمو او کشمير مظلومو مسلمانانو سترې قربانۍ هم يادول وي كوم چې د ظلم او جبر په وړاندې د فولادي دېوال په څير ولاړ دي۔ ده ??عا وكړه چې پاك پروردګار مونږ ټولو ته د اختر حقيقي خوشحالۍ راكړي او د ايثار جذبې او د قربانۍ د روح له مخې مونږ ته د عمل كولو توفيق راكړي۔ امين