اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) د قانون او پارلماني چارو وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي دي د اسلام آباد په روغتونونو كښې ?? ډاكټرانو كمے نشته٬ د نرسانو شمېره كمه ده او دې لپاره په نرسنګ سكولز او كالجونو كښې ايوننګ شفټ??نه پېل كولو سره به دا كمې ترسره كولې شي۔د شورو په ورځ په ايوان كښې د سحر كامران لخوا په اسلام آباد كښې ?? ډاكټرز او نرسانو د كمي پلو د پام راګرځونې د نوټس په ځواب اعظم نذير تارړ ووئيل مونږ سره په مجموعي توګه د نرسانو كمے دے٬ دا مهال د نرسانو شميره يو لك ده٬ تر كال 2030 به مونږ ته د نهه لكه نرسانو ضرورت وي، 569 د نرسانو سكول??نه او كالج??نه جوړ دي ٬ په دغې كښې د ايوننګ كلاسونو اجراء هم كوو٬ ده ووئيل په كلنه توګه 20 زره ډاكټران راځي٬ په ښاريو كښې ډاكټران كار كول زيات خوښوي٬ په كليوالو سيمو كښې به ډاكټرانو لپاره مراعات اعلانوو دغسې چې ھغوي هلته كار كول خوښ كړي، ده ووئېل په پمز، پولي کلينک او پي اېم يوز كښې ?? ډاکټرانو شمېر د تسلۍ وړ ده او نوره به د پبلک سروس کميشن د لارې په 77 چوكو بهرتي كولې شي۔ وفاقي وزير اعظم نذير تارړ ووئېل د ايوننګ كلاسز په اجراء سره به د نرسانو شمېره زياتوٶ، د صحت څانګې ته مونږ وړومبۍ پام لرنه كوو