اسلام آباد۔8اګست (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د م??جر طفيل محمد شهيد (نشان حيدر) 66 مې شهادت ورځې په موقع شهيد ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلې دي بېشكه چې د شهيدانو قربانيو په سبب نن مونږ په خپلواكه فضاګانو كښې ساه اخلو۔ د زيارت په ورځ د قامي اسمبلي سيکرټريټ نه جاري بيان تر مخ?? د م??جر طفيل محمد شهيد په 66 مه د شهادت ورځ په مهال خپل پېغ??م كښې سپيکر ووئېل ميجر طفيل په 1958 كښې لکشمي پور كښې د دښمن په ضد په نره جنګېدو په مهال د خپل سر قرباني وركړه، د هغه د ځانګري شجاعت په اعتراف كښې هغه له د هېواد تر ټولو اعلې عسکري درناوے نشان حيدر وركړے شو ،ټول قام د م??جر طفيل محمد په 66 مه د شهادت په ورځ هغه ته سل??م كوي ،قام پخپلو نرانو زامنو وياړ لري۔ ده ووئېل د پاک پوځ د م??رني هېواد لپاره وركړې قربانۍ به بے ځايه تلو له ورنه كړې شي ،د شهدا قربانۍ د اتحاد ،اخوت او ورورولۍ درس وركوي۔دغسې سپيکر د لوي څښتن څخه د شهيد م??جر طفيل محمد شهيد لوړو درجو لپاره دعا هم وكړه