اسلام آباد۔12اګست(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې د ميرمنو په بشپړه توګه له اختيارمندې جوړولو پرته د ګرين اكانومي او تلپاتي پرمختګ خوب ريښتيا كيدے نه شي٬ هيله ده چې د’’جېنډراېمپاورمنټ او ګرین اکانومی‘‘ د سرخط لاندې كن??رنس به زمونږ د هدف په ترلاسه كولو كښې مرستيال ثابت شي۔ د ګل په ورځ كن??رنس ته خپل خطاب كښې سپيكر د جاپان وزير مملكت توشیکو آبے په شمول د ټولو ملكي او غېر ملكي استازو هركلي كولو سره ووئيل مېرمنې زمونږ د آبادۍ لويه برخه ده د كومو له اختيارمندې جوړولو پرته چې زمونږ د ګرين اكانومي او تلپاتي پرمختګ ه??فونه ترلاسه كولو خوب ريښتيا كېدې نه شي۔ په دې لړ كښې به اجتماعي هڅې كول وي٬ د پاكستان پارليمان په دې بابله خپل بشپړه كردار ترسره كوي۔ د پاكستان په پارليمان كښې د جېنډر مېن سټريمنګ كمېټۍ جوړېدل به په هېواد كښې د مېرمنو اختيارمندې جوړولو كښې مهم ګام ثابت شي۔ ده ووئيل د مېرمنو په ضد ناوړه ټكي كا??ول د قبلولو وړ نه دي۔ د موسمياتي بدلونونو ذكر كول سره ده وئيل دا يوه مهمه نړيواله مسئله ده٬ پاكستان تر ټولو زيات ځپلې شويو هېوادونو كښې شامل دے۔ په دې قابو موندلو له په هره كچه پرله پسې ګامونه پور??ه كولې شي۔ ده ووئيل د ګرين اكانومي په لړ كښې د وفاقي حكومت لخوا په بلوچستان كښې د اربونو روپو شمسي توان من??وب?? پېل كړې شوي دي كوم چې د موسمياتي بدلونو مخنيوي پلو يو مهم ګام دے۔ ده موسمياتي بدلون لپاره کورآرډینېټر ټو پرائم منسټر رومينه خورشيد عالم ته په دې مهمه مسئله د ريجنل كن??رنس په كولو مباركي وركولو سره هيله څرګنده كړه چې دا كن??رنس به زمونږ د هدف په ترلاسه كولو كښې مرستياله وګرځي۔