اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د اسلام آباد پوليس په حراست كښې د قامي اسمبلۍ د 10غړو پروډک??ن آرډر جاري كړے۔ د قامي اسمبلۍ س??کر??ريټ له مخې داخله سېکرټري، د اسلام آباد چيف کمشنر٬ د اسلام آباد پوليس آئي جي ته امر شوے چې د آئين آرټيکل 54 د ذيلي شق (1) له مخې صدر مملکت په 30 اګست كال 2024 د قامي اسمبلۍ غونډه رابللې كومه چې اوس هم دوام لري٬ د قامي اسمبلۍ د قواعدو او ضابطو كال 2007 د قاعدہ 108 له مخې ترلاسه اختيارات تر مخه د قامي اسمبلۍ سپيكر دا ضروري ګڼي چې د قامي اسمبلۍ غړي شير افضل مروت، ملك محمد عامر ډوګر، محمد احم?? چټھه، مخدوم زين قرېشي، وقاص اکرم، زبېر خان وزير، اوېس حيدر چکھړ، سيد احمد علي ش??ہ، نسيم علي ش??ہ او يوسف خان د قامي اسمبلۍ غونډې روان سېشن كښې ګډون لپاره ضروري انتظامات وكړے شي