اسلام آباد۔16ستمبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي حكومت د سماجي ٬ اقتصادي او عدالتي اصلاحات كولو عزم لري چې مقصد يۍ هېواد د ګړندي پرمختګ په لاره روانول دي۔ ده نجي ميډيا سر?? خبرو كښې ووئيل چا ته به د هېواد امن او استحكام ته د زيان رسولو اجازه ورنه كړې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل دوست هېوادونو په راروانو 5 كلونو كښې په پاكستان كښې د 27 اربه روپو سر??ايه كارۍ كولو باور راكړے۔ ده ووئيل سعودي عرب د 5 اربه ډالرو سر??ايه كارۍ اعلان كړے ٬ متحده عرب امارات او كوېت به د 10 ٬ 10 اربه ډالرو او آذربائیج??ن به د 2 اربه ډالرو سر??ايه كاري كوي۔ احسن اقبال ووئيل چين هم د سي پ??ك په دويم پړاؤ كښې خوښي ښكاره كړې۔ ده ووئيل چين د پرمختګ ٬ روزګار ٬ جدت ٬ ګرين اكانومي او د سيمه ايز پرمختګ په شمول پ?? 5 نوو راهداريانو د كار كولو باور راكړے دے۔ وفاقي وزير ووئيل د ډنمارك يوې كمپنۍ د پاكستان د بندر ځايونو د بنيادي اډانې په څانګه كښې د دوو اربه ډالرو د سر??ايه كارۍ اعلان كړے دے