اسلام آباد 08 اکتوبر(اے پي پي) وزيراعظم شهباز ??ري?? د فلسطين مرستې لپاره د تګلارې په درې ورځو كښې د جوړولو سپارښتنه كولو سره وئيلي اسرائيلي عتاب سره د مخ فلسطينيانو مرستي لپاره بايد مونږ د قام په حېث متحرك شوو،حکومت په لبنان كښې ګير شوي 71 پاکستانيان د دمشق د لارې هېواد ته راستنوي۔ د نهي په ورځ د وزيراع??م آفس پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د وزيراعظم شهباز ??ري?? په مشرۍ كښې غزه او فلسطين كښې د پاکستان د اړخه ?? مرستي سامان لېږلو پيشرفت په اړه غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د بريفنګ په مهال وزيراعظم ته ووئيل شول چې اکتوبر 2023 نه تر اوسه د پاکستان د اړخه 1810 ټنه سامان كوم چې په داروګانو ، غذائي سامان، ملبوسات او ?? مرستې په نورو څيزونو مشتمل ؤ لېږلې شوې۔ وزيراعظم په درې ورځو كښې د حکومت پاکستان د اړخه فلسطين لپاره ?? مرستي پروګرام تګلاره جوړولو سپارښتنه وكړه۔ ده ووئيل د صيهوني پوځ عتاب سره د مخ فلسطينيانو مرستي لپاره بايد مونږ د يو قام په حېث متحرك شوو،?? مرستي هلو ځلو كښې دې د هېواد نوموړې اين جي اوز شامل کړې شي، غزه سره تعلق لرونكو زيات زدكوؤنكو له دې په پاکستان كښې د زدكړو آسانۍ وركړې شي،په دې هلو ځلو كښې دې د سرکاري او نجي څانګو تعليمي ادارو شرکت باوري كړې شي۔ ده ووئيل حکومت به لبنان كښې ګېر شوي 71 پاکستانيان د دمشق د لاري هېواد ته راستنوي۔